بلوچستان كښې د كنيكټوټي ودې او د پسماندګۍ ختمولو لپاره ټول وسائل كاروو۔احسن اقبال

image

اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي بلوچستان كښې د كنيكټوټي ودې او د پسماندګۍ ختمولو لپاره ټول وسائل كاروو۔د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې ايمل ولي خان او منظور احمد كاكړ د پوښتنې په ځواب احسن اقبال ووئيل 18م بدلون ترمخه صوبو له وسائل وركولو سره سره انتظامي صلاحيت زياتولو له كار كوو۔د ضلع په كچه بلدياتي نظام دې قوي كړې شي دغسې چې اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔ده ووئېل بلوچستان لپاره فنډز بايد د هغه ځاے د وګړو ښه والي له استعمال شي۔ 18م بدلون نه پس د ټولو صوبو ترمينځه د كاركردګۍ ښودلو مقابله ده۔ ده ووئېل بلوچستان كښې كنيكټوټي ودي او د پسماندګۍ لري كولو له به ټول وسائل كارولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں