اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف به راتلونكې اونۍ د سعودي عرب او آذربائيجان دوره كوي٬وزيراعظم به د نومبر په 11مه نېټه رياض كښې كېدونكي دوهم شريك عرب اسلامي سر مشريزه كنفرنس كښې ګډون لپاره سعودي عرب ته ځي٬وزيراعظم به په 12 او 13 نومبر د جمهوريه آذربائيجان پايه تخت باكو كښې د كاپ 29 مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ بريفنګ كښې ووئېل د دوهم شريك عرب اسلامي سر مشريزې غونډې څخه وړاندې به د نومبر په 10مه نېته د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كېږي٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار به د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون كوي۔وياندې ووئيل د مشرانو غونډې رابللو لپاره وړاندې والې د سعودي عرب حكومت كړے چې پكښې به د مينځني ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔دا د غزه او نورو شخړيزو سيمو صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونې لپاره په رياض كښې د نومبر په 11مه نېټه 2023 د شوي شريك عرب اسلامي غېر معمولي سر مشريزه كنفرنس فالو اپ دے ۔ د هېوادونو مشرانو ٬ حكومتونو ٬ عرب ليګ او د او آئي سي غړو هېوادونو اعلٰی چارواكو مشرانو غونډه كښې ګډو متوقع دے۔د خارجه دفتر وياندې ووئيل وزيراعظم به د مشرانو غونډه كښې د فلسطين كاز لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلے كوي٬هغه به په غزه كښې د نسل كشۍ سمدستي خاتمې٬سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ او په منطقه كښې روان د اسرائيلي يرغل په سمدستي توګه د بندولو غوښتنه كوي كوم چې د مينځني ختيز هېوادونو سلامتيا په خطره كښې اچوي۔ده ووئيل پاكستان فلسطيني اولس ته نړيوال تحفظ وركولو او د 4 جون 1967 پولو تر مخه د فلسطين د يو آزاد رياست لپاره د كوم چې دارالحكومت القدس شريف وي په قيام به زورراوړي ۔وياندې ووئيل د مشرانو غونډې په موقع د وزيراعظم د عرب ليګ او او آئي سي نورو هېوادونو مشرانو لارښودو سره هم ملاقاتونه متوقع دي۔ممتازه زهره بلوچ ووئيل چ وزيراعظم به په 12 او 13 نومبر د جمهوريه آذربائيجان پايه تخت باكو كښې د كاپ 29 مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔دې ووئيل چنائب وزيراعظم او خارجه وير نه علاوه د كابينې نور غړي او اړوند چارواكي به هم د وزيراعظم سره وي۔وياندې ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف به كاپ 29 په موقع نړيوالو لارښودو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔دې ووئيل باكو كښې د كاپ 29 په يو داسې وخت كښې كېږي چې په نړۍ كښې د موسمياتي بدلون څخه په كروړونو خلق ځپلې كېږي۔وياندې ووئيل د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي اوسنۍ د پاكستان دورې په مهال دواړو ډلو باقاعده اعلٰی كچ تبادلو قوي كولو٬تجارت٬توان او په سلامتيا مرسته او خبرې اترې مخ په وړاندې بوتلو او د پولو انتظام او داولس اولس سره رابطو زياتولو ته اتفاق كړے۔ دې ووئيل د ايران خارجه وزير د 4 نه تر 5 نومبر د پاكستان دوره وكړه ٬د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال هغه د وزيراعظم او نائب وزيراعظم/خارجه وزير سره ملاقاتونه وكړل۔وياندې ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د اكتوبر په 26مه نېټه په ايران د اسرائيل د بريد غندنه كړې او د ايران خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره يې د پاكستان د ملاتړ پخلے وكړو ۔وياندې ووئيل ډلو د مينځني ختيز په صورتحال او په غزه كښې په روانه نسل كشۍ هم د خيالاتو څرګندونه وكړ ه۔دې د فلسطين اولس حق خود اراديت او سمدستي جنګ بندۍ٬پرله پسې بشري مرستې او د فلسطيني رياست د كوم چې پايه تخت القدس الشريف وي جوړولو له د مرستې پخلے وكړو ۔دې ووئيل چې چې اسرائیل د سيمه ايزې پراختيا او نورو کړنو له لارې د فلسطین د خلقو نسل كشي کوي۔ وياندې ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د خصوصي دريځ تائيد كوي چې اسرائيل د ملګرو ملتونو د فېكټ فائنډنګ ډلو غزه ته داخلېدو څخه د انكار په شمول د نړيوالو تحقيقاتي هڅو په لاره كښې خنډان اودروي۔ مونږ د فلسطيني وګړو په ضد د اسرائيل د بې درېغه ظلمونو ختمولو ٬ غزه ته پرله پسې د بشري مرستې رسولو او د يو اېن آر ډبليو اے لخوا د بشپړه مالي مرستې او تحفظ باوري كولو له په پرېكنده ډول كار كولو له نړيوالې ورورولۍ څخه د هغوي د غوښتنې ملاتړ كوؤ۔ دې ووئيل پاكستان د يو اېن آر ډبليو په شمول د مرستېاله كاركنانو او ايجنسو په ضد په اسرائيلي كارروايۍ او په روغتونونو او د وېكسينېشن په مركزونو په پرله پسې جنګ اندېښنه لري۔ وياندې ووئيل په غزه كښې د روغتيا بنيادي اډانه له مينځه وړولو څخه وروستو اوس اسرائيللی قابض پوځ د لبنان روغتونونه به نخښه كوي۔ تر دې دمه 34 روغتونونو ته زيان رسېدلے دے ، 111 ایمرجنسی میډیکل ټیکنېشن وژلې شوي۔ په لبنان كښی 107 اېمبولېنسونه په نخښه كړې شوي۔ دې ووئيل په فلسطين او لبنان كښې په بشري ايجنسو او كاركنانو دا ډول بريدونه د غزه خلقو ته د فوري مرستې رسولو په لاره كښی خنډان اودروي۔ دې سره د لكھونو په شمېر كوچنيانو په شمول د روغتيا څانګې لپاره د اوږې مودې خطرې رامخې ته شوي دي۔ دې ووئيل پاكستان فلسطين او لبنان كښې د فوري جنګ بندۍ ٬ ضرورتمندو ته په بشري بنيادونو د لاس رسنې او د روغتيا خيال ساتلو غوښتنه كوي