د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق قومي كركټ ډلې له د زمبابوے په ضد ون ډے سيريز كښې په بريا مباركي وركړه

image

اسلام آباد28 نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق قومي كركټ ډلې له د زمبابوے په ضد ون ډے سيريز كښې په بريا مباركي وركړې ده ۔د مباركۍ په خپل پیغام كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر قامي ډلې ته د زمبابوے په ضد په كاركردګۍ پيرزوئنې وړاندې كړې او د كركټ ډلې لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل قامي كركټ ډلې د زمبابوے په ضد ښه لوبه كړې۔هيله لرو چې قامي ډله به په سباؤن كښې هم دا روايت په ځاے اوساتي۔قامي ډله د كوم هم هېواد په ضد د كاميابۍ ترلاسه كولو صلاحيت لري۔

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں