وزیراعظم محمد شهباز شریف د پي آئي اے پیرس لپاره د پرواز په روانېدو اولس له مباركي وركړه

image

اسلام آباد۔10جنوري(اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پي آئي اے اروپا لپاره د پروازونو بحالۍ نه پس پیرس ته په وړومبي پرواز روانېدو اولس له مباركي وركړې ده ٬ ده ووئېل د پي آئي اے اروپا لپاره د پروازونو بحالېدو سره به بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیانو ته اساني ترلاسه شي۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم میډیا آفس نه جاري بیان تر مخه وزیراعظم ووئېل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستاني نيغ په نيغه به د پروازونو څخه مستفید شي، د پروازونو بندېدو څخه قامي ایئر لائن ته د اربونو ډالر زيان رسېدلے او تشخص يې ځپلے شوے ، خو د اللہ په فضل و کرم حکومت د قامي ایئر لائن تشخص بحال کړو ۔ وزیراعظم ووئېل د اروپا پروازونو بحالیدو نه پس پي آئي اے د ترقۍ په لور روانه ده ،په دې حقله نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د هوا بازۍ وزير خواجه محمد آصف، اړوندې ټواې ادارې، د هغوي افسران او اهلکار د ستائنې جوګه دي ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں