اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د اسلام آباد نړيوال هوائي ميدان آؤټ سورسنګ لپاره د ابتدائي مالي بولۍ دستوره پاكستان ائير پورټس اتھارټي هيډكوارټرز كراچۍ كښې وشوه۔ د ټي اي آر جي كنسورشيم مالي پيشكش جمع كړو چې پكښې د پراجيكټ سكوپ 47.25 فيصد كنسيشن فيس د پاكستان هوائي ائيرپورټس اتھارټي له د وركولو وړاندېز دے دغسې په ريفرنس پرسنټيج 56 فيصد مقرر ؤ۔د پاكستان ائيرپورټس اتھارټي وياند له مخې دا وړاندېز به اوس تفصيلي جاج اغستو لپاره ټرانزيكشن ايډوائزر آئي ايف سي ته لېږلے شي۔ آئي ايف سي به خپل جائزه راپور تر 9 جنوري 2025 پاكستان ائيرپورټس اتھارټي ته وړاندې كوي۔ د كنسيشن ايوارډ كولو حتمي پريكړه به د پاكستان ائيرپورټس اتھارټي د بورډ جائزې او وفاقي كابينې منظورۍ نه پس كولې شي