د مقبوضه کشمیر خصوصي حیثیت په اړه د هندي سپریم کورټ پرېكړه د نړيوال قوانين په ضد ده ، راجه پرویز اشرف

image

اسلام آباد۔11دسمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د هندي حکومت د 5 اګست 2019 د مقبوضه جموں کشمیر خصوصی حیثیت ختمولو اقدام په ضد په اپیلونو د هند سپریم کورټ پرېكړه افسوسناکه ګرځولو سره وئېلي دي دا يو اړخيزه او د نړيوال قوانین سره سمه نه ده ۔ د ګل په ورځ خپل د غبرګون بيان كښې ده ووئېل د هندي سپریم کورټ پرېكړه د سلامتي کونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده، د هند سپریم کورټ د اړخه مقبوضه کشمیر اټوټ انګ ګرځول ډېره خفګاني پرېكړه ګرځولې شوې، هند د کشمیر په اړه د سلامتي کونسل د قراردادونو نه پرله پسې تښتې ، ده ووئېل د هند سپریم کورټ د پرېكړې څخه د کشمیري اولس جذبات سخت ژوبل شوي دي ۔ ده ووئېل د هندي سپریم کورټ پرېكړه د کشمیري اولس د هيلو برعکس ده ، کشمیریان د تېرو 7 لسيزو نه د کشمیر د آزادۍ لپاره هلې ځلې كوي ،ده ووئېل د هندي انتها پسند حكومت حربې د کشمیري اولس د حق خودارادیت هلې ځلې نشي غلې كولې ۔ راجه پرویز اشرف ووئېل کشمیري اولس د کشمیر آزادۍ لپاره لازواله قربانۍ وركړې دي ، د هندي حکومت او سپریم کورټ متعصبانه او يو اړخيزه فیصلې د کشمیري اولس حوصلې نشي ماتولې ، ده ووئېل د کشمیري اولس هلې ځلې به د کشمیر خپلواكۍ پورې دوامداره وي او پاکستان به د کشمیري اولس اخلاقي ، سیاسي او سفارتي مرسته روانه ساتي ، ده ووئېل د پاکستان پارلیمان به په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د کشمیري اولس غږ بورته كوي ، ده ووئېل ڼريواله ورورولي دې د سلامتي کونسل قراردادونو تر مخه او د کشمیري اولس هيلو تر مخه کشمیر كښې د استصواب رائے کولو لپاره کردار ادا کړي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں