د سي پېك اكنامك زونز جوړول٬ زراعت، انفارميشن ټيکنالوجي او د معدني وسائلو پرمختګ په منصوبو كار كول دي٬ آئي اېم اېف سره به په 12مه جولائي تړون وشي ۔ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) منصوبه د پخواني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې وده كړې٬ په لږ نه لږ وخت كښې پرمختيائي منصوبې د بشپړولو رېكارډ جوړ كړې شوې٬ د چين حکومت او کمپنيو لخوا 25.4 اربه ډالره سرمايه كاري شوې٫ د سي پېك راتلونكي پړاٶ لپاره مونږ له نوي عزم سره مخ په وړاندې تلل دي٬ د سي پېك اكنامك زونز جوړول٬ زراعت، انفارميشن ټيکنالوجي او د معدني وسائلو پرمختګ په منصوبو كار كول دي٬ آئي اېم اېف سره به په 12مه جولائي تړون وشي٬ د پاكستان د ديواليه كېدو تر لرې لرې هېڅ اندېښنه نشته٬ په سخت وخت كښې د چين د حكومت او ملګرو هېوادونو مننه كوٶ او د دوي مرسته به عمر له ياده ساتو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سي پېك د تفاهم په يادښتونو د لاسليك د يوې لسيزې په بشپړېدو تابيا كړې شوې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران اسحاق ډار، احسن اقبال، مريم اورنګزېب، مولانا اسعد محمود او د خرم دستګير نه علاوه د چين ناظم الامور پانګ چنشوئي او د چين او پاکستان سينئر چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل لس كاله اګاهو په كال 2013 كښې مسلم ليګ نون چې الېكشن ګټلو سره اقتدار ترلاسه كړو نو د چين قيادت سره په ګډه ئې دا منصوبه پېل كړه، د جولائي په 5مه نيټه كال 2013 كښې په بيجنګ كښې د سي پېك پحقله په اېم او يو لاسليك وشو او دا وړومبۍ اېم او يو ده چې عملي شوې۔ وزيراعظم ووئيل د سي پېك له مخې پاکستان كښې په لږ وخت كښې د كول او د هائيډل پاور پراجيکټس، اورنج لائن ټرين او د روډ انفراسټرکچر منصوبې بشپړولو رېكارډ جوړ كړې شوې٬ د پاكستان او چين قيادت او انجينئرز سره سره خواري كښو شپه او ورځ محنت كړې٬ په دې پخواني وزيراعظم نواز شريف او د ھغه د كابينې غړو ته د سي پېك منصوبې ته په وده وركولو پېرزوئنې وړاندې كړې شوې٬ وزيراعظم د چين د قيادت او حکومت مننه وكړه چا چې په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬ آئي اېم اېف سره لوظنامې لپاره چې چين مونږ له څه كړي ھغه به مونږ تل ياد ساتو۔وزيراعظم ووئيل د چين د قيادت مننه كولو لپاره الفاظ نه لرم۔ وزيراعظم سي پېك سپېځلې منصوبه ګرځولو سره ووئيل ډېره د افسوس خبره ده چې پخواني حكومت په دې منصوبه كښې نه يوازې خبرې كولې بلكې ناوړه او بې بنسټه تورونه ئې لګولي او بدګماني ئې خپره كړې چې په سبب ئې د سي پېك په منصوبو كار سست شوې او د دواړو هېوادونو اړيكې كومې چې د هماليه نه هسكې وې او د كومو چې يو دښمن د كمزورې كولو سوچ هم نه شو كولې٬ د دوست په جامه كښې دښمن د ھغې په خرابولو كښې كمې نه دې پرېښې خو اتحادي حكومت اقتدار ترلاسه كولو سره دا اړيكې بيا زياتې بهترولو لپاره د زړه د خلاصه هڅې وكړې۔ ده ووئيل زمونږ اتحادي حكومت د دهرنو٫ احتجاج٬ دړكو او د ناوړه حالاتو باوجود په هېواد كښې پرمختګ لپاره كار كړې۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي په 12م جولائي آئي اېم اېف سره لوظنامه كېدونكې ده٬ په سخت وخت كښې چين زمونږ ملګرتيا كړې او پنځه اربه ډالره ئې راكړې٬سعودي عرب، يو اے اي او اسلامي پرمختيائي بېنك هم د پاكستان بشپړه مرسته كړې، د چين او د پاکستان دوست هېوادونو او د آئي اېم اېف د اېم ډي مننه كوٶ چا چې په سخت وخت كښې زمونږ مرسته كړې۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں