پاكستان كښې د لوبو او ايډونچر ټوارزم بلها امكانات شته ۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د درېم ماؤنټين سپورټس ټورازم كنفرنس اختتامي دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي سازګار ماحول او د زړه پورې آسانيو وركړه د لوبو او سېلګرۍ پرمختګ لپاره مهمو ګرځولو سره وئېلي دي په پاكستان كښې د لوبو او ايډونچر ټوارزم بلها امكانات شته ٬د موثره ضابطې او ښه انفراسټركچر د لارې هېواد كښې د سېلګرۍ څانګې ته وده وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ايوان صدر كښې د درېم تل پاتې ماؤنټين سپورټس ټورازم كنفرنس اختتامي دستورې ته خپله وينا كښې كړې۔”ريوائيول آف ماؤنټين ګلوري”په سر خط د دستورې اهتمام الپائن كلب آف پاكستان كړے ؤ ۔په دستوره كښې ثمينه بيګ٬نائله كياني او ساجد سدپاره پشمول د هېواد نوموړي غر سر كوونكو هم ګډون كولو چا چې د نړۍ تر ټولو لوړ غرونه په سر كولو اعزاز ترلاسه كړے ۔صدر ووئيل قدرت پاكستان ته زيات حسن وركړے په خاص توګه د هېواد شمالي سيمې چرته چې غريزې او د واورې ډكې څوكې سېلګرۍ او ټريكرونو لپاره د زړه راښكلو يوه لويه ذريعه ده۔ده ووئيل د هېواد ښكلې مالم جبه او نلتر سيمو كښې د اسکیئنګ حيرت انګيز آسانۍ موجود دي او په دې كښې د ايډونچر لوبو زيات صلاحيت موجود دے٬د دې نه علاوه وادي هنزه كښې د قراقرم لويو غرونو ترمينځه د نړۍ بهترين ټريكس موجود دې۔ډاكټر عارف علوي د هېواد سېلګرۍ ته ودې وركولو لپاره د سېلګرۍ ريګوليټري ميكانزم نافذ كولو په ضرورت زور راوړو۔ده د سېلګرو لپاره تر اړوندو ځايونو رسنه٬ښه سړكونه٬پاك هوټلز او ګيسټ رومز پشمول تربيت يافته عملې غوندې آسانيو په باوري كولو هم زور راوړو۔ د الپائن كلب آف پاكستان چيف پيټرن ايئر وائس مارشل(ر)اعجاز ملك ووئيل تر ټولو دنګو څوكو او ګليشيئرز موجودګۍ له امله په پاكستان كښې د ايډونچر او د غريزې سېلګرۍ لويې ګنجائش موجود دے۔ده د سپورټس ټورازم كنفرنس اغراض او مقاصد خاكه وړاندې كړه چې پكښې معاشي ګټې ترلاسه كولو لپاره د هېواد سېلګرۍ په اړه پالېسي جوړول٬قامي نصاب كښې سېلګري د مضمون په توګه معارفي كول او بشري وسائل عصري مهارتونو سره په مرتب كولو ضرورت هم زور راوړو۔ده ووئيل د شراكتدارو په مرسته روانو نورو هلو ځلو كښې سرمائي لوبه٬ پیرا ګلائیټنګ، ماؤنټین بائیکنګ او رافټنګ شاملې دي۔صدر مملكت په دې موقع غر سر كوونكو ٬ټريكرز او د الپائن كلب عهديدارو ته شناختي شيلډز هم وركړل۔

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں