د نګران وزيراعظم په نامو مشاورت شوے ٬ راجه رياض

image

اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) په قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه رياض وئيلي دي چې د نګران وزيراعظم په نامو مشاورت شوے دے٬ سبا به بيا مشاورت كېږي۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل زما او د وزيراعظم ترمينځه په دې اتفاق شوے چې سبا له به مشاورت كښې دا معاملې كه پاك پروردګار ته منظور وي ترسره كړې شي۔ پرون 6 نامې رامخې ته شوې په كومو چې نن مشاورت وشو او سبا به هم كېږي۔ ده ووئيل هيله ده چې سبا له به مشاورت كښې معاملې ترسره شي۔ ده ووئيل په دې خبره اتفاق شوې چې تر كومې حتمي پرېكړه شوې نه وي نامې به څرګندولې نه شي۔ ده ووئيل صدر اسمبلۍ تحليل كړې او د وزيراعظم په بلنه ننې اولنې نشست شوے دے

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں