ديارلس اتحادي ګوندونو په ګډه كاميابۍ سره حكومت كړې٬ حكومت پرېږدو٬ د كاركردګۍ نه مطمئن يو۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف پي ټي وي ورلډ سره مركه

image

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې ديارلس اتحادي ګوندونو په ګډه كاميابۍ سره حكومت كړې٬ حكومت پرېږدو٬ د كاركردګۍ نه مطمئن يو٬ اېس آئي اېف سي د معاشي بحالۍ لائحه ده٬ راتلونكي حكومت له به په نېك نيتۍ سره عمل كول وي۔ د جمعې په ورځ پي ټي وي ورلډ سره په مركه كښې ده ووئيل كله چې مو حکومت سنبھال كړو نو يو شمېر چېلنجونه رامخې ته ٶ٬ دا ډول چېلنجونه په ماضي كښې نه ٶ رامخې ته شوې٬ ګراني، معاشي خرابۍ، تباه کن سېلاب، برآمدات او بهر هېوادونو سره د اړيكو غوندې ګڼ اړخيزه چېلنجونه رامخې ته وٶ٬ په دې مسئلو ځان پوهه كول او بيا د دې حل كول لوے چېلنج ٶ۔ اتحادي حكومت د دې مسئلو په ګډه هواري لپاره هڅې كړې٬ زه دغه ګوندونو منتخب كړم او اهمه ذمه واري ئې راكړه٬ په سخت صورتحال كښې مې اتحادي ګوندونو ته عزت او احترام وركړو او په كاميابۍ سره مو حكومت وچلولو۔ ده ووئيل حكومت پرېږدو٬ د كاركردګۍ نه مطمئن يو٬ اېس آئي اېف سي د معاشي بحالۍ لائحه ده٬ راتلونكي حكومت له به په نېك نيتۍ سره عمل كول وي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ امن غواړو٬ هند سره شخړې هوارولو سره مخ په وړاندې تلل غواړو خو كه هند د مثبت ردعمل څرګندونه كوي نو بيا هېڅ نشي كېدې٬ تاريخ به پرېكړه كوي چې څوك حق سره ولاړ دي

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں