اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره خارجه سېكتر ډاكټر اسد مجيد خان د مخه ښې ملاقات وكړو۔ صدر مملکت ډاكټر اسد مجيد خان ته د 31 م خارجه سېكتر په توګه د خپلې مودې په ترسره كولو مباركي وركړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لمخې صدر مملکت په بېلو چارو د پاكستان موقف په ډاګه كولو كښې د ډاكټر اسد مجيد د خذماتو ٬ د ده د پېشه ورانه صلاحيتونو او په خارجه محاذ د ده د پورته كړې ګامونو ستائنه وكړه۔ په دې موقعه صدر مملكت ډاکټر اسد مجید خان له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔