د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه سره د آسټرېليا هائي كمشنر ملاقات٬د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو٬آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن٬ډيجيټلائزېشن٬فائبرائزېشن٬سائبر سكيورټي په چارو خبرې

image

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د آئي ټي او ټيلي كميونيكشن وزير مملك شزه فاطمه خواجه وئېلي دي په نېشنل فائبرائزېشن پالېسۍ كار روان دے٬په هېواد كښې د فائيو جي لپاره فائبرائزېشن ضرورې دے٬د پاكستان او آسټړېليا سټارټ اپس ايكسچېنج پروګرام پېل كولې شي۔د جمعې په ورځ د آئي ټي او ټيلي كميونيكشن وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وزير مملكت شزه فاطمه خواجه سره په پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز د هغې په دفتر كښې ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو٬ آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن٬ډيجيټلائزېشن٬فائبرائزېشن٬سائبر سكيورټي په اړه خبرې اترې وشوې ۔دې ووئيل د موجوده حكومت پام ډيجيټلائزېشن پلو دے٬ډيجيټل معيشت د حكومت وړومبې ترجيح ده٬د نېشنل ډيجيټلائزېشن پلان له مخې ګورننس او سوسائټي هم ډيجيټلائز كوو۔شزه فاطمه خواجه ووئېل په نېشنل فائبرائزېشن پالېسۍ كار روان دے٬په هېواد كښې د فائيو جي لپاره فائبرائزېشن ضرورې دے٬د پاكستان او آسټړېليا سټارټ اپس ايكسچېنج پروګرام پېل كولې شي٬د آئي ټي وزارت د ډيجيټل صنفي تقسيم خاتمې لپاره هڅې كوي۔په ملاقات كښې انټرنېشنل كوآرډينېشن ډائرېكټر جنرل سيد جواد علي شيرازي هم موجود ؤ ۔

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں