سپيكر سردار اياز صادق په فلسطينيانو تير يو كال څخه د روان ظلم او زياتي غندنه وكړه

image

اسلام آباد 07 اكتوبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په فلسطينيانو تير يو كال څخه د روان ظلم او زياتي سخته غندنه كولو سره وئيلي چې د اسرائيل د اړخه په غزه او لبنان بريدونه او جارحيت نړيوال امن لپاره خطر دے۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په فلسطينيانو د اسرائيلي بربريت د نوې چپې يو كال په پوره كيدو خپل پيغام كښې ده ووئيل د پاكستان پارليمان او اولس د فلسطينيانو او حكومت سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔ نړۍ دې د اسرائيل د اړخه د بے ګناه فلسطينيانو د نسل كشۍ نوټس واخلي۔ نړيواله ورورولي دې فلسطين كښې په سمدستي توګه جنګ بندۍ لپاره كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل فلسطين كښې اسرائيلي جارحيت د ملګرو ملتونو چارټر او قراردادونو خلاف ورزي ده۔ د اسرائيل پوځ د اړخه په سكولونو، روغتونونو او رهائشي سيمو بريدونه كېږي۔ د بمبارۍ په نتيجه كښې تر اوسه 42 زره څخه زيات فلسطينيان شهيدان شوي۔ د اسرائيلي بربريت له امله ګڼ شمير ماشومان ، ميرمني او مشران وګړي شهيدان شوي۔دغسې ګڼ شمير فلسطينيان د اسرائيل د ترهه ګرۍ له امله ژوبل شوي۔د فلسطين اولس د داروګانو او خوراك كمي سره مخ دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د خوراك كمي د لاسه د فلسطينانو ژوند خطر سره مخ دے۔نړيواله ورورولي دې فلسطين كښې طبي آسانۍ او خوراك باوري كولو كردار ترسره كړي۔د اسرائيلي پوځ په غزه كښې د نړيوال جنګي قوانينز او بشري حقونو خلاف ورزۍ د ګردې نړۍ انسانيت لپاره د فكر وړ لمحه ده۔ د پاكستان پارلمان او اولس د خپلو فلسطيني وروڼو خويندو سره ولاړ دے۔وزيراعظم مياں شهباز شريف د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې فلسطين كښې د اسرائيل ظلمونه په ښه ډول په ډاګه كړي۔پاكستان به د نړۍ په هر يو پلېټ فارم د فلسطين اولس سره روان ظلم و زياتې په ډاګه كوي او د هغوي د خپلواكۍ حق حمايت به روان ساتي۔ پاكستان كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د آزاد فلسطين رياست جوړېدو او د دې پايه تخت يروشلم ګرځېدو په خپل اصولوي دريځ ولاړ دے۔ ده زياته كړه چې سيمه كښې كوټلي امن لپاره د فلسطين او كشمير مسئلې په سمدستي توګه حل كولو ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں