سنکیانګ، هانګ کانګ او د ژیزانګ مسئلې د چين خپلې كورنۍ چارې دي: پاکستان

image

ملګري ملتونه ۔23 اکتوبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د چين د خپلواكۍ ٬ آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا په احترام زور راوړلو سره وئيلي دي سنکیانګ، هانګ کانګ او ژیزانګ په اړه اړوندې مسئلې د چين خپلې كورنۍ چارې دي۔ دا خبره ده د عمومي اسمبلۍ تھرډ كمېټۍ ترسېوري لاندې د بشري حقونو په مسئلو روان عام بحث كښې د پاكستان په شمول د 80 هېوادونو لخوا د ګډې بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل په بشري حقونو د سياست كولو ٬ دوه اړخيزه معيار او يا د بشري حقونو په بهانه د رياستونو په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې مخالفت كوؤ۔ شريك بيان كښې ووئيل شول د رياستونو د خپلواكي ٬ آزادۍ او د سيمه ايزې سلامتيا احترام او د خپلواكه رياستونو په كورنيو چارو كښې لاس وهنه نه كول د نړيوالو اړيكو د اصولو نمائندګي كوي۔ ده ووئيل مونږ په دې خبره زور راوړو چې ټولو اړخونو له به د ملګرو ملتونو د چارټر د مقاصد خيال ساتل وي۔ په بيان كښې وګړو ته د پېښو چېلنجونو ذكر كولو سره ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به يووالي او همغږي پياوړې كولو له په نړيوالو چېلنجونو قابو موندل وي۔ دغسې نړيوال امن او پرمختګ بايد مخ په وړاندې لاړ شي٬ بشري حقونو ته وده او تحفظ وركړے شي۔ د ګډې دا بيان پاکستان، الجیریا، اینټیګوا او باربوډا، بحرین، بیلاروس، بینن، بولیویا، برکینا فاسو، برونډی، کمبوډیا، کیمرون، وسطی افریقی ، چاډ، چین، کوموروس، کانګو ، کیوبا، عوامي جمهوریه کوریا، جمهوری کانګو، جبوتی، ډومینیکا، مصر، ایلسلواډور، استوائی ګنی، اریټیریا، ایتھوپیا، ګبون، ګیمبیا، ګریناډا، ګنی، ګنی بساؤ، ہونډوراس، ایران ، عراق، قازقستان، کینیا، کریباتی، کرغزستان، د لاؤ پیپلز ډیموکریټک ریپبلک، لبنان، لیسوتھو، لیبیا، مډغاسکر، مالدیپ، مالی، موریطانیه ، مراکش، موزمبیق، میانمار، نائورو، نیپال، نکاراګوا، نائیجر، پاپوا نیو ګنی ، ساؤ ټوم اور پرنسپے، سعودی عرب، سربیا، سیرا لیون، جزائرسولومن ، صومالیه، جنوبی سوډان، سری لنکا، فلسطین، سوډان، سورینام، شام ، تاجکستان، ټوګو، ټونګا، تیونس، ترکمانستان، یوګنډا، متحدہ عرب امارات، ازبکستان، وانواتو، وینزویلا، یمن، زیمبیا اور زمبابوے لاس ليك كړو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں