د هند عسكرو سرینګر ته د داخلېدو په 77 كاله تر سره كېدو به په 27 اکتوبر ”توره ورځ“ نمانځلې شي ، خارجه دفتر

image

اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرہ بلوچ وئېلې دي په 27 اکتوبر به پاکستان او ګرده نړۍ كښې ”توره ورځ“ نمانځلې شي ، دا ورځ د هندي پوځيانو سرینګر ته د داخلېدو په 77 كاله تر سره كېدو نمانځلې شي ۔ د زيارت په ورځ پریس بریفنګ كښې دې ووئېل کشمیري اولس كله هم پخپله خاوره د هند قبضه او د حق خودارادیت څخه پرله پسې انکار تسليم كړے نه دے ۔ وياندې ووئېل د کشمیریانو د څو لسيزو نه د قبضې او د جبر باوجود د خپلو حقونو او آزادۍ لپاره هيلې ژوندۍ دي۔دې ووئېل پاکستان به د اقوام متحدہ د سلامتي کونسل قراردادونو تر مخه د جموں و کشمیر شخړې منصفانه او پرامن حل لپاره د کشمیریانو سیاسي ، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں