اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی) قامي اسمبلۍ د عدالت عظمی او اسلام آباد هائي كورټ د ججانو شمېره كښې د زياتوالي په اړه د بلونو منظوري وركړی ده ٬د درېو واړو وسله والو ځواكونو مشرانو ملازمت په موده د 3 كاله څخه تر پنځو كلونو كولو بلونو هم منظوري وركړی شوې ۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ پغونډه كښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د عدالت عظمی د ججانو صاحبانو شمېره كښې اضافې په اړه د كال 1997 ايكټ كښې لا بدلون كولو په اړه بل سپريم كورټ ججز بدلون بل 2024 وړاندې كولو اجازه وغوښتله٬په اجازه ترلاسه كېدو هغه بل په ايوان كښې وړاندې كړو۔د قانون وفاقي وزير ايوان ته ووئيل د دې بدلون د لارې د سپريم كورټ ججز صاحبانو شمېره تر 34 رسولې شي دغسې چې مقدمې زر تر زره ترسره شي۔ده ووئيل 26م آئيني بدلون نه پس آئيني بینچز كښې هم ججز پكار وو۔ده ووئيل دا مهال زمونږ سره عدالت عظمی كښې 16 ججز دي۔ده ووئيل كېدې شي وړومي فيز كښې 6 يا 8 ججز ضرورت رامخې ته شي٬ وخت په وخت به په دې شمېره كښې كمې زياتې كېدې شي۔د دې پس ايوان د بل شق وار منظوري وركړه۔په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د اسلام آباد هائي كورټ ايكټ 2010 كښې بدلون په اړه بل٬اسلام آباد هائيكورټ بدلون بل 2024 وړاندې كولو اجازه وغوښته ٬په اجازه ترلاسه كېدو ده بل په ايوان كښې وړندې كړ او ايوان د بل شق وار منظوري وركړه۔بل له مخې اسلام آباد هائي كورټ كښې د ججانو شمېره د 9 نه تر 12 كولې شي۔په ايوان كښې د كاروائي په مهال د درېو واړو وسله والو ځواكونو د مشرانو ملازمت موده د درېو كالو نه تر پنځو كلونو كولو بلونو منظوري هم وركړی شوه۔د غونډې په مهال د دفاع وزير خواجه محمد آصف د پاكستان آرمي ايكټ 1952 كښې لا بدلون بل٬پاكستان آرمي 2024 بدلون بل په ايوان كښې وړاندې كولو اجازه وغوښته٬په اجازه ترلاسه كېدو هغه بل په ايوان كښې وړاندې كړو او ايوان د بل شق وار منظوري وركړه۔ دغسې د دفاع وزير د پاكستان ايئر فورس ايكټ 1953 كښې لا بدلون كولو بل٬پاكستان ايئر فورس بدلون بل په ايوان كښې وړاندې كولو اجازه وغوښته ٬په اجازه ترلاسه كېدو هغه بل په ايوان كښې وړاندې كړ و ازو ايوان د بل شق وار منظوري وركړه۔بيا د دفاع وزير خواجه محمد آصف پاكستان نيوزي آرډيننس 1961 كښې لا بدلون كولو بل پاكستان نيوي بدلون بل ايوان كښې دوړاندې كولو اجازه وغوښته٬په اجازه ترلاسه كېدوده بل په ايوان كښې وړاندې كړو او ايوان د بل شق وار منظوري وركړه۔د غونډې په مهال د سپريم كورټ پريكټس اينډ پروسيجر بل 2024 منظوري هم وركړی شوه۔د غونډې په مهال د اپوزېشن لخوا احتجاج وشوه٬په دې مهال سپيكر بيرسټر ګوهر ته استدعا وكړه چې هغه دې د قانون وزير دريځ واوري او د دې نه پس خپله رائے وركړي۔په يوه موقع هغه د پي ټي آئي چيف وهيپ هم راوبللو او هغه ته يې د خپلو غړو په اړه د پوهولو هدايت وكړو دغسې چې د ايوان كاروائي په ښه ډول مخ په وړاندې لاړه شي۔د قانون وزير ووئيل د اپوزېشن غړي يوازې د خپلو خبرو اورېدو عادت لري ٬دوي كښې د نورو خلقو د خبرو اورېدو عادت نشته۔ده ووئيل د 26م آئيني بدلون نه پس آئيني بينچز كښې هم ججان پكار وو۔ده ووئيل دا مهال زمونږ سره عدالت عظمٰی كښې 16 ججز موجود دي۔