د پاكستان-امريكا نالج كورېډور پروګرام د تعليم او تحقيق څانګو له ډېر اهميت لري۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د يو ايس ايډ دستورې ته وينا

image

اسلام آباد 18نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان –امريكا نالج كوريډور پروګرام د پاكستان او امريكې ترمينځه د تعليم او تحقيق څانګو له ډېر مهم حېثيت لري۔دا پروګرام نه يوازې دواړو هېوادونو اړيكو قوي كولو له مرستياله دے بلكې د پاكستانيوزده كوونكو او پوهانو ته په نړيواله كچه مسابقتي صلاحيتونه وركوي۔د ګل په ورځ د يو ايس ايډ دستورې ته د خطاب په مهال وفاقي وزير په 7 لسيزو د محيط پاك امريكا اړيكو كاميابۍ رامخې ته كړې او دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له يې د عزم پخلے وكړو ۔په دې موقع په پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم او يو ايس ايډ مشن ډائرېكټر ويريا(كيټ)سوم وونګسير هم موجود وو۔احسن اقبال ووئېل د دواړو هېواونو ترمينځه بېلو څانګو٬په خاص توګه تعليم٬انفراسټركچر٬توان او ټېكنالوجۍ كښې د مرستې پراخه موقعې شته ٬دا شريكه مرسته به نه يوازې دوه اړخيزه اړيكې لا ښې كړي بلكې د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره به مرستياله ثابت شي۔احسن اقبال ووئيل سيمه ايز پرمختګ او خوشحالۍ لپاره امن راوستل بنيادي حېثيت لري٬پاكستان د خپل سټريټجك اهميت له مخې په منطقه كښې د رابطه كارۍ او پرمختګ لپاره شراكتدار دے٬پاك امريكا اړيكې لا قوي كولو لپاره شريك احترام او د شريكو مقاصدو تر مخه شراكتدارۍ ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دے۔وفاقي وزير د پاك امريكا اړيكو په تاريخي بنياد رڼا واچوله كومې چې د دفاعي مرستې څخه په پیل كېدو په يو قوي پرمختيائي شراكتدارۍ بدلې شوې۔احسن اقبال پاكستان كښې د امريكې مرستې څخه د بشپړو شوو انفراسټركچر څانګو انقلابي اثرات وستائېل۔ده د منګلا بند او تربيلا بند غوندې پروژو حواله وركړه كومې چې نن هم د كركيلې او توان په څانګو كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ده د روغتيا٬تعليم او ټرانسپورټ په څانګو كښې د امريكې د مالي مرستې پروژې هم وستائېلې كوم چې د لاكهونو كسانو په ژوند كښې ښه والے راوستے دے۔ده ووئېل دا دستوره د پاك امريكا اړيكو قوي كولو او د پخواني شراكتدارۍ ثبوت وګرځي ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں