د كورنيو چارو وفاقي وزير په لكي مروت كښې د خوارجي ترهه ګرو په ضد امنيتي ځواكونو ته پیرزوينې وړاندې كړي

image

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په لكي مروت كښې خوارجي ترهه ګرو په ضد كامياب عمليات امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې وړاندې كړي۔ده 5 خوارجي ترهه ګرو وژلو امنيتي ځواكونو ته شاباشې وركړې۔په خپل بيان كښې ده ووئيل چې 5 خوارجي ترهه ګر انجام ته په رسولو امنيتي ځواكونو ته سلام كوو٬امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي كولو سره د د خوارجي ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه كړې۔د كورنيو چارو وزير ووئيل قام په خپل بهادر امنيتي ځواكونو وياړ كوي۔ده په ډاګه كړه چې ترهه ګر به په پاكستان كښې چرته هم پټ نه شي۔د قام په ملاتړ به ترهه ګري ختمولې شي۔

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں