اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) په موټروے اېم – 14 عيسی خېل ته نزدې د ډرائيور غفلت له امله د بس اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 7 ژوبل شوي دي۔ د موټروے وياند له مخې دا پېښه ډرائيور له د خوب ورتللو له امله رامخې ته شوه۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره د موټروے پوليس نفري موقعې ته ورسېده ٬ مړي او ژوبل كسان يۍ عېسي خېل او ډي اېچ كيو ميانوالي ته منتقل كړل۔ بس كوئټې څخه اسلام آباد ته روان ؤ۔ د وياند له مخې د مرستې كارروائيو په مهال د بس پټو خانو څخه نان كسټم پېډا سامان هم برآمد كړے شو٬ په دې د اړوندې ضلعې پوليس طلب كړے شو او نوره قانوني كارروائي روانه ده۔