اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) په پاړا چنار او کرم کښې له کړکېچنې وضعې څخه ځپلې شوو کورنیو لپاره د هلال احمر پاكستان نېشنل هېډكوارټرز لخوا د ضرورت سامان هلال احمر خېبر پښتونخوا برانچ ته وسپارلے شو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په هدايت د هلال احمر پاكستان چيئرمېن سردار شاهد احمد لغاري فوري ګامونه پورته كولو سره دوه زره كورنيو لپاره د ضرورت سامان برابر كړو۔ د هلال احمر پاكستان لخوا د دې په زړي پوري اقدام ټولو مكاتب فكر ستائنه كړې ده۔ د مرستې په سامان كښې فيملي ټېنټ ٬ كمبلونه ٬ ترپالونه ٬ كچن سېټ ٬ جېري كېن ٬ هائيجين كټس او د مچھر دانو سره سره نور ضروري څيزونه شامل دي۔ سردار شاهد احمد لغاري په دې موقعه ووئيل ځپلې شوو كورنيو سره مرسته كول زمونږ لومړے فرض دے٬ هلال احمر پاكستان په خپلو بنيادي اصولو عمل كولو سره د ځپلو مرسته باوري كړې ده۔ صوبائي حكومت ٬ ګورنر سېكرټرېټ او د ځپلې سيمو مشرانو په مرسته كولو د هلال احمر پاكستان مننه كړې ده او دا په وخت پورته كړے ګام يۍ د انسانيت د خذمت يو په زړه پورې مثال ګرځولې دې۔