اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ ویلي دي چې د 9مئي پېښې پرېكړې سره د انصاف غږ پورته شوے دے، د هېواد د دښمنانو خوبونه ريښتيا كوؤنكو ته سزاګانې اورولې شوې دي ٬ د پرېكړې هركلې كوؤ٬ د نو مئي ماسټر مائنډ او پلان جوړونکو ته هم بايد سزا وركړې شي۔ د زيارت په ورځ ميډآ سره خبرو كښې ده ووئيل نن ملټري محکمې د نو مئي مجرمانو ته باقاعده سزاګانې واورولې۔ د 9 مئي د مجرمانو تفصيلات رامخې ته شول۔ ده ووئيل د هېواد دفاعي ادارې كمزورې كول او د هېواد په دفاعي ادارو بريد د پي ټي آئي د چيئرمېن او د هغه د ملګرو يو ناوړه سازش ؤ۔ هغوي د 9 مئي منصوبې په جوړولو كښې برخه واغسته۔ ده ووئيل نن يوه لويه ورځ ده ٬ نن د 60 مجرمانو كېس خپل انجام ته رسېدلے دے۔ ده ووئيل دا پرېكره زر نه بلكې په دوه كاله كښې وكړې شوه ٬ باقاعده شواهد جمع كړې شول۔ ده ووئيل د مجرمانو ټرائل كښې ټول قانوني لوازمات ترسره كړې شول۔ مونږ دې پرېكړې ته هركلے وايؤ ٬ دې سره د انصاف غږ پورته شوے دے٬ اوس به څوك په دفاعي ادارو د بريد كولو جراﺀت كولې نه شي ده ووئيل ملټري ټرائل كورټ د نړيوالو لوظنامو او زمونږ د قانون او آئين له مخې دے۔ رائټ ټو فیئر ټرائل كښې د وكيل كولو ٬ فېملي او ريكارډ ته د لاس رسۍ حق وركړے شوے ٬ بلكه دا هم شوي چې د ملزم په غېر موجودګۍ كښې به ټرائل كولے نه شي۔ په دې كېس كښې د اپيل كولو دوه حقونه وركړې شوي دي۔ يو حق په ملټري كورټ او دويم په اړوند هائي كورټ كښې د پټيشن د لارې وركړے شوے دے۔ ده ووئيل پي اے اېف بېس ميانوالي څخه بهر د اېم اېم عالم هغه جهاز هم وسوزولے شو په كوم چې مونږ وياړ لرلو ٬ زمونږ يو پائلټ د دښمن جهازونه نسكورولو سره نړيوال ريكارډ جوړ كړے۔ ده غوښتنه وكړه چې د 9 مئي سازش ماسټر مائنډ او نورو پلان جوړؤنكو ته دې هم سزاګانې واورولې شي۔ ده ووئيل دا هغه خلك وو كومو چې د دښمنانو خوب ريښتيا كړو۔ ده ووئيل نن به د شهيدانو روح ته سكون رسېدلې وي۔ كومو كسانو چې د هغوي يادګارونو ته زيان رسولې دے او د تشدد لاره يۍ خپله كړې نن هغوي ته سزا اورولې شوې ده او هغوي خپل انجام سره مخ شوي دي۔ ده ووئيل نن خو د پي ټي آئي چيئرمېن هم ووئيل چې معيشت مستحكم كېدو پلو روان دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان به لا مضبوط هېواد جوړوو۔