اسلام آباد 19دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان صوماليه سره د ورورولۍ اړيكې مهمې ګڼي،مونږ د صوماليه سره سائنسي، تكنيكي، دفاعي او سفارتي څانګو كښې خپلې پرله پسې مرستې له چمتو يو۔دا خبره ده د اتوار په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غيرمعمولي غونډې په موقع د صوماليه خپل همڅنګ عبدالسعيد موسی علي سره ملاقات په مهال وكړه۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ، سيمه ايز صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان صوماليه سره د ورورولۍ خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل په اولسې كچه كوټلې رابطې د دوه اړخيزه اړيكو د استحكام موجب دې، دا مهال نزدې 2000 صوماليه زدكونك په پاكستان كښې زدكړې ترلاسه كوي۔ خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې چې ډير زر به دوه اړخيزه سياسي مشاورت لپاره مفاهمت نامے ته حتمي شكل وركړې شي،مونږ د صوماليه سره سائنسي، تكنيكي، دفاعي او سفارتي څانګو كښې خپل پرله پسې مرستې له چمتو يو، پاكستان د نادرا د لارې د صوماليه قومي ډيټابيس جوړولو سره سره پوځي تربيې كورسز كښې هم مرسته كولو له لوظي دې۔ مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل مونږ صوماليه سره دوه اړخيزه تجارت زياتولو له چمتو يو۔ مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل په افغانستان كښې رامخې ته شوې انساني بحران لپاره كه په وخت اقدامات ونه كړې شو نو د دې اثرات به په ګاونډي هېوادونو ، سيمې او ټوله نړۍ پريوځي۔ د صوماليه خارجه وزير د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غيرمعمولي غونډې انتظامات ستائلو سره په كوربتوب د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي مننه وكړه۔