اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې جې په پاكستان كښې د روغتيا په څانګه كښې د سرمايه كارۍ خوښي لرونكو بهر هېوادنو كښې مېشته ډاكټرانو آسانيو لپاره به د سرمايه كارۍ بورډ كښې ډيسك جوړولې شي٬د فزېشن آف پاكستان او ريجن آف نارته امريكا اېسوسي اېشن (اے پي پي اېن اے)د وزاعظم قامي صحت ټاسك فورس كښې مناسب نمائندګۍ وركوول سره دې د دوي د پوهې څخه استفاده وكړې شي۔ د شورو په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د فزېشن آف پاكستان او ريجن آف نارته امريكا اېسوسي اېشن (اے پي پي اېن اے)پلاوي ملاقات كړے۔په دې موقع وزيراعظم خان ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانو ډاكټرانو له په پاكستان كښې د معياري صحت نظام وركولو لپاره لويه سرمايه كاري پكار ده۔وزيراعظم د شمالي امريكا د صحت په څانګه كښې د (اے پي پي اېن اے) د خذمات ستائېلو سره په هغوي زور راوړو چې هغوي په پاكستان كښې جديدو طبي آسانيو وركولو لپاره د زياتې نه زياته نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كار راغب كولو لپاره خپل مخ ملازه وكاروي۔د(اے پي پي اېن اے)صدر ډاكټر رضوان خالد د كووېډ 19 مخ نيوي لپاره د حكومت په ځانګړو كاميابو وزيراعظم له مباركي وركړه۔ده بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو سره سره د هغوي آسانيو لپاره د پاور آف اټارني لپاره د آن لائن سسټم په جوړولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ده وزيراعظم ته باور وركړو چې په پاكستان كښې به نه يوازې په خيراتي او فلاحي پروژو كښې بلكې د روغتيا په څانګه كښې به موثره پالېسۍ جورولو كښې هم خپله برخه اچوو۔ده ووئيل مونږ ته په دې لړ كښې د سركاري مرستې او آسانيو ضرورت دے۔دغسې وزيراعظم په دې موقع اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې(اے پي پي پي اېن اے)ته د وزيراعظم په قامي صحت ټاسك فورس كښې مناسب نمائندګي وركړې او په دې څانګه كښې د هغوي د پوهې څخه استفاده وكړې ۔وزيرعظم په پاكستان كښې د روغتيا په څانګه كښې د سرمايه كارۍ خوښي لرونكو بهر هېوادونو كښې د مېشته ډاكټرانو آسانيو لپاره د سرمايه كارۍ بورډ كښې د ډيسك جوړولو هم سپارښتنه كړې۔په ملاقات كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان هم موجود ؤ۔