اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت د كركيلې څانګه كښې په غوره تكينك خپلولو د فصلونو د اېكړ په سر پېداوار زياتولو ته پام ګرځولے، د تخمونو او سرې په كارولو د ښه معياري پېداوار لپاره تحقيق او ترقۍ له سرمايه كاري كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې په هېواد كښې د خريف فصلونو پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام، د خزانې سلاحكار شوکت فياض ترين، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د صنعت وزير مخدوم خسرو بختيار او نور لوړ پورو ګډون كولو٬ د پنجاب ٬ سندھ٬ خېبرپښتونخوا د بلوچستان صوبائي وزيرانو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د خريف په فصلونو كښې پومبه، وريژې، جوار او ګنے په هېواد كښې كرلے كېدونكو لويو فصلونو كښې شامل دي ، د حکومت د زراعت دوسته پاليسو له امله په دې ټولو فصلونو كښې د اېكړ په سر پېداوار زياتېدل تر نظره كېږي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د ښو معياري تخمونو ٬ د چينجو داروګانو ٬ د موثره تحقيق سره سره د ټېكنالوجۍ په منتقلۍ كښې زياته سرمايه كاري كولو سره په هېواد كښې زرعي څانګه لا ښه كېدې شي۔ دغسې وزيراعظم عمران خان اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې په هېواد كښې غذائي تحفط باوري كولو لپاره د ټولو فصلونو پېداوار ښه كولو له هر ډول ممكنه اقدامات وكړئ۔