اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاكستان فيډرل يونين آف جرنلسټس( پي اېف يو جے) نوو ټاكلو شوو عهديدارو له مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړې چې د پي اېف يو جے نوي ټاكلي شوي مشران به د صحافت آزادۍ او د خبريالانو خېرښېګړی لپاره كار وكړي۔وفاقي وزير جي اېم جمالي ته د صدر٬رانا عظيم ته د عمومي سېكرټري٬رضوان غلزئي ته د اسسټنټ جنرل سېكرټري٬جميل مرزا ته د فنانس سېكرټري٬فرحت فاطمه او اسلم ډوګر ته د نائب صدر په ټاكلے كېدو مباركي وركړه۔ده ووئيل حكومت د رائے اظهار د آزادۍ او د صحافت په آزادۍ بشپړ باور لري۔ده ووئيل د خبريالانو مسئلو حل لپاره موجوده حكومت تر ټولو زيات اقدامات پورته كړي٬پي اېف يو جے سره په ګډه د خبريالانو حقونو لپاره به قانون سازي كولې شي