مکه مکرمه ۔26جون(اے پی پی) د حج ستر ركن وقوف عرفه (نن) د نهې په ورځ ادا كولې شي۔ ګردې نړۍ څخه د حج فريضه ادا كولو له حجاز مقدس ته راغلې عازمين به د عرفات په مېدان كښې د حج سعادت ترلاسه كړي۔ سعودي حكومت د پاك پروردګار مېلمنو ته د ټولو ممكنه آسانيو وركولو په لړ كښې ټول انتظامات بشپړ كړي دي۔ د حج ستر ركن وقوف عرفه به (نن) د نهې په ورځ ادا كولې شي۔ په منیٰ ، مزدلفه او میدان عرفات كښې د حج مناسك ادا كولو له په زړه پورې انتظامات شوي دي۔ هر ځايې د حاجيانو صاحبانو لارښودنې له د سعودي حكومت لخوا پوځ ٬ پوليس او رضاكار تعينات كړې شوي دي۔ په دې موقعه به 40 زره کمانډو، 125 زره اهلكار ،40 زره ټرېفک پولیس عمله ، د سعودی د حج وزارت 95 زره ملازمين ، د شهری دفاع 17 زره او د حرمین کمېټۍ 10 زره اهلكارو په شمول د بېلو سعودي پوهنتونونو 25 زره زده كوؤنكي د حاجيانو صاحبانو خذمت له چمتو وي۔ د ډرون الوتكو په شمول به چورلكې هم د حج مناسكو خصوصي نګراني كوي۔ 160 څخه زياتو هېوادونو څخه راغلي نزدې 30 لكه عازمين به سبا د نهې په ورځ د سحر لمونځ څخه فوري وروسته د حج فرض ادا كولو له منیٰ څخه د عرفات مېدان ته ځي۔ دغلته به په مسجد نمره كښی د حج خطبه وي او ټول حاجيان به د ماسپخين او ماځيګر لمونځونه يو ځايې ادا كوي۔ د ماځيګر او ماښام ترمينځه به وقوف وي په كوم كښې به چې حاجيان د پاك پروردګار په حضور كښې دعا ګانې غواړي۔ د ماښام لمونځ څخه وړاندې د عرفات مېدان پرېښودلو حكم دے ځكه حاجيان صاحبان به دغې ځايې څخه مزدلفې ته روان شي او هلته رسېدو سره به ماښام او ماسخوتن لمونځ يو ځايې ادا كړي۔ دوئي به شېطانان ويشتلو له كانړۍ هم ټولوي۔ شپه په مزدلفه كښې په ډاګه تېرولو څخه وروستو به دوئي د سحر لمونځ له ادا كولو وروستو منی كښې خپلو خېمو ته پلو ګرځي او دې ځايې څخه به شېطان په اوله ورځ په كاڼو ويشتلو له جمرات كمپلېكس ته روان شي۔ شېطانان ويشتلو څخه وروستو به دوئي بېرته منی كښې خپلو خېمو ته راشي او دلته به قربانۍ څخه وروستو حلق وكړي او احرام به پرانيزي۔ دغسې په دويمه او درېمه ورځ به هم شېطان ويشتلو له جمرات كمپلېكس ته ځي او بيا به خپلو ځايونو ته راځي۔ په منی كښې درې ورځې پاتې كېدل لازمي دي۔ په منی كښې درې ورځې د پاتې كېدو په مهال د حاجيانو طواف زيارت له تلل هم د حج لازمي ركن دے