د نګران حكومت اقدامات ٬ په انټر بېنك كښې د روپۍ په مقابل كښې د ډالر قدر 1.18 روپۍ نور كم شو ٬ سټېټ بېنك

image

اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) د نګران حكومت اقداماتو په نتيجه كښې د زيارت په ورځ په انټربېنک كښې د پاكستان روپۍ په مقابل كښې د ډالر قدر 1.18 روپۍ لا كم شوے۔ تېره ورځ د كاروبار بندېدو په مهال د ډالر بيعه 284.68 روپۍ وه كومه چې د كمېدو نه پس 283.50 روپۍ پاتې شوه ۔ د سټېټ بېنک لخوا د جاري كړي بيان له مخې د ډالر قاچاق او ذخيره اندوزۍ چې معيشت ته كوم زيان رسولو د هغې مخنيوي له حكومت په منظمو جرائمو كښې د ككړو عناصرو په ضد په لويه كچه كرېك ډاؤن پېل كړے دے۔ د تېرې ورځې شمېرو څخه دا څرګندېږي چې د پاكستان روپۍ په قدر كښې پرله پسې زياتوالے د نګرانۍ حكومت د حكمت عملۍ نتيجه ده۔ د سټېټ بېنک له مخې د تېرو درېو اونيو په مهال د ډالر په بيعه كښې په انټر بېنك كښې نزدې 24 او اوپن ماركيټ كښې 50 روپۍ څخه زيات كمے راغلے ۔ د نګران حكومت مثبت معاشي پالېسيو له امله په سټاك ماركيټ كښې په زړه پورې تندي رامخې ته شوې او پاكستان سټاك اېكسچېنج كښې 200 څخه د زياتو نقطو اضافه شوې۔ دغسې د ډالر په قدر كښې د كمي لړۍ هم پرله پسې دوامداره ده۔

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں