صوبائي وسائلو سره په وفاق بريد كوؤنكې انتشاري ډله مرګ ژوبله كولو سره د هيواد معيشت ډي ريل كول غواړي ٬ د هيواد د معيشت بهتري ٬ په ګرانۍ كښې كمې ليدلې نه شي: عطاﺀ تارړ

image

اسلام آباد۔6اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي چې صوبائي وسائلو سره په وفاق بريد كوؤنكې انتشاري ډله مرګ ژوبله كولو سره د هېواد معيشت ډي رېل كول غواړي٬ دوئي د هېواد معيشت بهتري ٬ په ګرانې كښې كمې ليدلې نه شي۔ د اتوار په ورځ ميډيا سر خبرو كښې ده ووئيل د تحریک انتشار لخوا د احتجاجی دھرنې كال مقصد مرګ ژوبله كول وو۔ دوئي دې څخه وړاندې هم راغلې وو ٬ په سنګجاني كښې دوئي پوليس كاڼو سره په نخښه كړل٬ د اسلام آباد پوليس 55 كلن عبد الحميد شاه يۍ د تشدد د لارې شهيد كړو ٬ د هغه كونډه او ماشومان ټول قام څخه دا پوښتنه كوي چې عبد الحميد شاه خو كور څخه د خپل فرض ترسره كولو له وتلے ؤ٬ د پوليس تعيناتي د وګړو ژوند آسان جوړولو او د هغوي حفاظت له كولې شي۔ دغسې عبد الحميد شاه هم خپل كور څخه خپل بچې د خپلې ډيوټۍ په اړه خبرولو سره وتلے ؤ او بيا كله چې د هغه مړې كورته راځي نو د دې دړد احساس تحريك انتشار ته نشي كېدې۔ د ده قرباني به بې ځايه نه ځي٬ حكومت دده كورنۍ سره ولاړ دے ٬ د ده كورنۍ كفالت د رياست ذمه واري ده۔ ده ووئيل د احتجاج كوؤنكو مقصد په هېواد كښې د ګرانۍ سنګل ډېجټ ته راتللو ، افراط زر كمېدو ٬ د پټروليم مصنوعاتو بيعې ټيټېډو او په نړيواله كچه د پاكستاني معيشت د بهترۍ اعتراف څخه پام بل پلو ګرځول ؤ۔ ده ووئيل دوئي عبد الحميد شاه وتښتولو او په هغه يۍ تشدد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ هغه شهيد شو۔ ده ووئيل په هېواد كښې انتشار خپرولو سره دا پېغام وركول غواړي چې د دې په شا د دوئي مقصد د هېواد پرمختګ ډي رېل كول دي۔ ده ووئيل تحريك انصاف چيټۍ واستولې دغسې چې پاكستان ته د آئي اېم اېف پېكج ترلاسه نه شي۔ دوئي په دې پرېشانه دي چې د پاكستان تجارتي خساره ولې نه كميږي٬ برآمدات ولې زياتېږي٬ د پټرولیم مصنوعاتو بيعې څنګه ټيټې شوې۔ ده ووئيل ګرده نړۍ د پاكستان د معيشت د بهترۍ اعتراف كوي۔ نړيوالې ادارې د پاكستان رېټنګ غوره ګرځوي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې په پي ټي وي او پارليمنټ بريد چا وكړو٬ د خپل آرمي چيف په ضد په ګرده نړۍ كښې كمپائن چلولو له فنډنګ چا كولو؟ د پاكستان پوځ يو پېشه ور پوځ دے د كوم چې نړۍ اعتراف كوي۔ ده وئيل احتجاجي چارواكي راوستلو سره د وزيراعلی د خېبر پښتونخوا كے پي هاؤس ته تلل عقل څخه بهر دي٬ هغه چې كوم كار لپاره راغلے ؤ احتجاج به يۍ ريكارډ كړے او بيا به ستون شوے ؤ۔ كے پي هاؤس ته تلل او بيا دغې ځايې څخه پټېدل يوه معمه ده ٬ دوئي دلته مړي اخستلو له راغلي وو د كومې چې دوئي ته موقعه ترلاسه نه شوه۔ دوئي په پوليس ډزې وكړې ٬ په كاڼو يۍ وويشل ٓ۔ ده ووئيل مونږ به د انتشار خپرېدو اجازه ورنكړؤ٬ د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه به په زړه پورې ډول ترسره شي۔ ده ووئيل مونږ به نړۍ ته د پاكستان ښكلا ښايؤ۔ دلته ګردې نړۍ څخه سېلګري راتلل پېل شوي دي۔ دوئي چې نړۍ ته كوم پېغام ريكارډ كولو سره وركوي په هغې كښې دې دا هم ووايي چې مونږ د 9 مئي په پېښو كښې ككړ وو ٬ مونږ په پوځي تنصيباتو بريدونه كړي دي٬ مونږ خلق په زندانونو كښې اچولې وو۔ دا دې هم ووائي چې د عمران خان په مشرۍ كښې د حكومت دور فاشسټ دور ؤ۔ هغه د ګولډ سمتھ د هغه بيان غندنه ونكړه په كوم كښې چې هغه د فلسطينيانو په ضد بيانيه وركړې وه۔ ده ووئيل علي امين ګنډاپور دې د صوبو حالاتو ته پام وګرځوي۔ ده ووئيل هغه دې په صوبه كښې د خپل حكومت او اولس خذمت وكړي۔ د صوبې وسائل په دھرنا د لګولو په ځايې دې د اولس په روغتيا او زده كړو مصرف كړي۔ ده ووئيل دوئي په خپل مقصد كښې ناكامه شوي دي ٬ د پاكستان د پرمختګ سفر به كه پاك پروردګار ته منظور وي روان وي۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں