د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جمهوريه تركيه قيام په 101مه سالګره د تركيې قيادت او اولس له مباركي وركړه

image

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جمهوريه تركيې مشرتابه او اولس له مباركي وركولو سره وئېلي دي د تركيې حكومت او اولس لپاره د نيكو خواهشاتو هيله لرو٬پاكستان د جمهوريه تركيې اولس په خوشحالو كښې برابر شريك دے۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د تركيې صدر رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې په عملي توګه پائيدار پرمختګ كړے٬د تركيې اولس پرمختګ او خوشحالۍ د نورو هېوادونو لپاره رول ماډل دے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د جمهوريه تركيې تندرفتاره پرمختګ كريډټ د صدر رجب طيب اردوان او د هغه د ډلې دے۔وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د اوسني تركيې دورې په مهال د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره ګټورې خبرې اترې شوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان جمهوريه تركيې سره په قوي ملګرتيا وياړ لري

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں