د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان پرمختګ له د وزيراعظم په هدايت د پيشرفت جاج اغستو غونډه

image

اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان پرمختګ له د وزيراعظم په هدايت د پيشرفت جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان وزيراعلی حاجي ګلبر خان ٬ د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو كوآرډينېټر شيبر اے عثماني ٬ د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وزارت وفاقي سېكرټري وسيم اجمل چوهدري او د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري ابرار اے مرزا ګډون وكړو۔ د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د ګلګت بلتستان پرمختګ لپاره د وزيراعظم په هدايات بشپړ بحث وشو۔ وفاقی وزیرانجینئر امیر مقام ووئيل د ګلګت بلتستان پرمختګ ته زمونږ حكومت لومړۍ پام لرنه كوي ، وزیراعظم شهباز شریف د ګلګت بلتستان په تعمير او پرمختګ كښې ژوره خوښي لري٬ وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ لپاړه هر ممكن ګامونه پورته كوي۔ په غونډه كښې په ګلګت بلتستان كښې د كاؤنټر ټېررازم ډیپارټمنټ (سی ټی ډی) په جوړولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دغسې په دې مهال د ګلګت بلتستان په كلنه پرمختيائي منصوبه هم بشپړ بحث وكړے شو۔ د لوړې كچې په غونډه كښې په اېس ډي پي كښې په ګلګت بلتستان كښې د 100 مېګاواټ سولر پراجېکټس د صورتحال په پېشرفت لا غور هم وكړے شو۔ په غونډه كښې د جګلوټ سکردو روډ په بحالۍ هم خبره وشوه۔ په غونډه كښې د خزانې وزارت ٬ د تجارت ٬ منصوبه بندۍ ٬ داخله وزارت ٬ مواصلات وزارت او د نورو اړوندو وزارتونو اعلی چارواكو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں