اړان پاكستان پروګرام ترمخه د كلي معيشت استحكام به په برآمدات اډانه نمو پلو بوتللے شي ۔ د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمداورنګزيب

image

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټرمحمد اورنګزيب وئيلي دي ’’ اړان پاكستان‘‘ پروګرام ترمخه د كلي معيشت استحكام به په برآمدات اډانه نمو پلو بوتللے شي، په ’’اړان پاكستان ‘‘پروګرام بشپړ عمل درآمد سره به د آئي اېم اېف سره موجوده پروګرام آخري پروګرام ثابت شي۔د نهې په ورځ د قامي اقتصادي ټرانسفرمېشن پلان پېل كولو په اړه خصوصي خبرو كښې د خزاني وزير سينيټرمحمد اورنګزيب ووئيل نن يوه تاريخي ورځ ده، وزيراعظم محمد شهبازشريف په مشرۍ كښې قامي اقتصادي ټرانسفرميشن پلان پېل كېږي، كوم له چې د ’’ اړان پاكستان ‘‘نامه وركړې شوې ۔ده ووئيل د دې بنيادي مقصد دا دے چې د هېواد كلي معيشت كښې كوم استحكام راغلے او كوم بنياد جوړ شوے هغې څخه د كوټلي نمو پلو څنګه لاړ شوو ۔د خزاني وزير ووئيل اقتصادي ټرانسفرمېشن پلان درې مهمي ستني لري، نمو به په برآمدات اډانه وي دغسې چې د تير وخت په څير’’ بوم اينډبسټ‘‘ سائيكل نه وي، د دې پلان ترمخه به نجي څانګي له ښه كردار ترسره كول وي،ده ووئېل حكومت چې د كلي معيشت استحكام او ډھانچه جاتي بدلون او اصلاحات كومه سلسله پېل كړې هغه به تر منطقي انجام رسولې شي، ټيكس نظام، اېس او اي اصلاحات او د توان څانګه كښې د اقدامات پشمول سركاري خرڅونو كښې كمي لپاره د اقدامات لړۍ به روانه ساتلې شي۔د خزاني وزير ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې څومره هم اقدامات شوي د هغې نفاذ او په هغې عمل درآمد كېږي او وزيراعظم پخپله د هغې نګراني كوي۔د خزاني وزير ووئيل’’ اړان پاكستان‘‘ پروګرام به راروانو دوو درېو كلونو كښې مونږ داسې مقام ته ورسوي چې ورسره به موجود آئي اېم اېف پروګرام د پاكستان لپاره وروستے پروګرام ثابت شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں