د وزیراعظم شهباز شریف د مسلم لیګ تاسیس په ورځ مبارکې ،مونږ ټولو له به په ګډه د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له كار كول وي۔شهباز شریف

image

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي مونږ ټولو به د پاکستان موسئسانو وژن له مخې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كول وي،د پاکستان مسلم لیګ (ن) قائد محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د پاکستان رغونه او پرمختګ لپاره د تيرو درې نيمو لسيزو راهسې هلي ځلي كوو، تاریخ ګواہ دے چې مسلم لیګ (ن) او قائد محمد نواز شریف عمر له د اصولو په سیاست کولو اولسي ښېګړې ته پام لرنه كړې ۔د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي پرېس ریلیز له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د مسلم لیګ د تاسیس په ورځ مبارکي وركولو كښې ووئيل د آل انډیا مسلم لیګ پلیټ فارم څخه د قائداعظم او تحریك پاکستان نورو لارښودو د هلو ځلو په نتيجه كښې يو آزاد هېواد پاکستان جوړ شوے ،118 كاله وړاندې د مسلم لیګ جوړيدو نه پس مسلمانانو د يو نوي آزاد هېواد خوښي څرګنده كړه او په پرله پسې هلو ځلو كولو د برصغیر مسلمانانو ته يو جلا او آزاد هېواد نصیب شو۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان مشرانو وژن له مخې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كوو،پاکستان مسلم لیګ (ن) قائد محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د پاکستان د رغونې او پرمختګ لپاره د تيرو درې نيمو لسيزو راهسې هلي ځلي كوو۔وزیراعظم ووئيل تاریخ ګواہ دے چې مسلم لیګ (ن) او قائد محمد نواز شریف عمر له د اصولو به سياست كولو اولسي ښیګړې ته پام لرنه شوې ،تاریخ ګواہ دے چې پاکستان بچ كولو له مسلم لیګ ( د خپل سیاست په قربانۍ وركولو د هېواد معیشت او سلامتيا ته پام لرنه كړې ۔ وزیراعظم ووئيل د ګوند كاركنانو او سیاسی مشرانو مننه كوم د چا په وجه چې ګوند د آمرانو په وړاندې د حق چغه پورته كړې،د زندان تكليفونه زغملې شوي خو د پاکستان مفادات له مو د انتشار او د اولس د تقسیم سياست نه دې كړے ۔وزیراعظم ووئيل د قائد محمد نواز شریف د سیاست څخه د لرې کولو سازشونه شوي خو د خپل سیاسی بصیرت او اولس په خاطر د قربانۍ په جذبه هغه بريالے شوے، ده ووئېل مسلم لیګ (ن) په حكومت كښې هېواد كښې صنعت، زراعت او معیشت پرمختګ كړے۔وزیراعظم ووئيل په سفارتی كچه د ملګرو هېوادونو سره اړيكي ښې شوي او عام وګړے سوكاله شوے۔وزیراعظم ووئيل نن هم مسلم لیګ (ن) د اولسي هيلو ترجماني کولو سره د قائد په مشرۍ كښې د هېواد رغونه او پرمختګ له هلي ځلو كوو، ده ووئېل د لويې څښتن په کرم او د اولس په مرسته د پاکستان تعمیر او پرمختګ لپاره به هم دا ډول هلي ځلي رواني ساتو۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں