د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي دره آدم خيل كښې د 11 كسانو د مړينې په پیښه د افسوس څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي دره آدم خيل كښې په كور كښې د اوبو جمع كېدو له امله د 11 كسانو په مړينه افسوس ناكه پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه ۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ټول هېواد كښې د بارانونو له امله بېلو پیښو كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه ۔د هغه وينا وه چې په حق رسېدلو كسانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬د بارانونو له امله په پېښو كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔ده دعا وكړه چې لوئي څښتن دې په حق رسېدلو كسانو له كورنيو له صبر وركړي۔

مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں