اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د پوليو لپاره فوکل پرسن عائشه رضا فاروق په مشرۍ كښې د پوليو د اعليٰ پائې غونډه وشوه چې پكښې د تير كمپائن نتيجو ، کاميابيو او پېښو چيلجونو جاج واخستلے شو۔د روغتيا وزارت وي اند د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې نېشنل اي او سي کوآرډينيټر کيپټن (ر) انوار الحق او صوبائي کوآرډينيټرز هم ګډون وكړو۔د وزيراعظم د پوليو فوکل عائشه رضا فاروق ووئيل تر 2025 د پوليو خاتمے لپاره كوټلې تګلاري له مخې اقدامات کوو ،وفاق او صوبو په شريكه تګلاري په وج ه د پروګرام پوليو خاتمے پلو روان يو۔دي ووئيل اعليٰ معيار لرونكي كمپائنونو او حفاظتي څاڅكو وركولو ښه والي ته پام لرنه كېږي،د هېواد په 67 ضلعو كښې د پوليو وائرس شته۔عائشه رضا فاروق والدين او کميونټي ته خواست كولو سره ووئيل خپلو بچو له په وخت د پوليو ويکسين ضرور وركړئ او د پوليو كورس په وخت بشپړ كړئ۔دي ووئيل د پوليو خاتمے لپاره ميډيا، سول سوسائټي او مذهبي سکالرز دې خپل کردار ترسره كړي،تر څو چې د پوليو وائرس ماحول كښې موجود دې زمونږ بجے محفوظ نه دي لهٰذا د ماشومانو سباؤن محفوظولو له به مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي۔