د 8 اکتوبر زلزله د نه هيريدونكې تباهۍ سبب جوړه شوه ٬ د دې تباهۍ په مهال زمونږ قام د ځانګړي استقامت او يو والي څرګندونه وكړه : صدر مملكت آصف علي زرداري

image

اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی وئيلي دي چې په 8 اکتوبر راغلې زلزله زمونږ په ښارونو او كليو كښې د نه هېرېدونكې تباهۍ سبب جوړه شوه۔ د دې تباهۍ په مهال زمونږ قام د ځانګړي استقامت او يو والي څرګندونه وكړه او د ځپليو يۍ پراخا مرسته وكړه۔ د موسمياتي بدلونونو دلاسه د پاكستان قدرتي آفتونو سره د مخ كېدو خطره زياته شوې ده۔ صدر مملكت آصف علي زرداري د قومي يوم استقامت 8 اكتوبر په اړه خپل پېغام كښې ده ووئيل نن مونږ د 8 اکتوبر 2005ءتباهي خپرونكې زلزلې او ددې په نتيجه كښې د قيتي ځانونو زيان په ياد كښې د قامي استقامت ورځ لمانځؤ۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د موسمياتي آفاتو په شمېره او شدت كښې زياتوالې رامخې ته شوې دې نو ځكه دا ضروري ده چې مونږ د خپل قامی او صوبائی ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټیز په استعداد كښې اضافه وكړؤ او د دې آفات مخنيوي له خپله تياري زياته كړؤ۔ ده ووئيل د خطرو مخنيوي لپاره د وخت څخه وړاندې د وارننګ نظام ښه كول ٬ د قامي او صوبائي ادارو ترمينځه همغږي زياتول او د آفاتو مخنيوي لپاره عصري تګلارې كارول بايد زمونږ ترجيح وي۔ ده ووئيل مونږ له به خلق د آفاتونو څخه خبرول وي۔ ده ووئيل د قامي استقامت دا ورځ مونږ ته دا يادوي چې پاكستانے قام د بېلو چېنلنجونو په وړاندې د غېر معمولي استقامت څرګندونه كړې او ټول عمري وړاندې څخه د يو مضبوط قام په حېث رامخې ته شوې يؤ۔ باور لرم چې كه مونږ اتحاد او استقامت سره كار وكړؤ نو هېواد ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلې ش

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں