د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن مسيحي ورورولۍ ته د كرسمس مباركي

image

اسلام آباد۔24دسمبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن په پاكستان او ټوله نړۍ كښې مسيحي ټولنې ته د كرسمس مبارکي وركولو سره وئيلي دي چې د كرسمس اختر د نړيوالې مينې او ورورولۍ، زغم او ايثار درس وركوي كوم چې د كومې ټولنې د پرمختګ په لاره روانولو كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ د نهې په ورځ د کرسمس په مناسبت خپل پیغام کښې وفاقی وزیر ووئیل چې قائد اعظم ټولو ورورولو لپاره يو ډول د آزادۍ او تحفظ پالېسي اعلان كړه۔ ده ووئيل د پاكستان آئين د مذهب، ذات او نسل ټولو اتباعو ته د مساوي فرصتونو برابرولو ضمانت وركوي۔ د پاكستان حكومت د اقليتونو په شمول ټولو پاكستاني وګړو ته يو برابر موقعې وركولو له لوظي دے۔ ده ووئيل د پاكستان مسيحي ورورولۍ د هېواد په تعمير او پرمختګ ٬ د هېود دفاع ٬ عدليه غرض د علم ا عمل په هر مېدان كښې خپل مثبت رول لوبولې دې۔ ده ووئيل ګرده نړۍ په يو څو ليسزو كښې د مذهبي عدم برداشت چپې نيولې ده٬ د دې مخنيوي له به ټولو انسانانو له د مذهبي ورورولۍ او مذهبي روادارۍ په پېغام عمل كول وي۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال د تاريخ يو سخت پړاؤ څخه تېريږي چرته به چې مونږ ټولو له يو قام جوړېدو سره د دې پرمختګ او سوكالۍ له شپه او ورځ كار كول وي۔ ده ووئيل راځۍ چې په دې موقعه مونږ پاكستان د مذهبي زغم او ورورولۍ مثال جوړولو سره د امن مركز جوړ كړؤ او دا له ستونزو څخه ويستلو كښې خپل كردار ترسره كړؤ۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں