اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان په وضعه د او آئي سي د خارجه كونسل د 17مې غونډې پرانستې سېشن ته خپلې وېنا كښې د ريجنل عرب ګروپ لخوا د اردن خارجه وزير اېمن الصفدي خپلې وېنا كښې وئيلي دي چې د او آئي سي غونډه رابللو لپاره د پاکستان او سعودي عرب ستړې د ستائنې وړ دي، د افغانستان اولس د خوراك كمبوت سره مخ دے، افغانستان دا مهال د انساني بحران په غاړه ولاړ دے٬ د افغان اولس سلامتيا لپاره به اقدامات كول وي۔ د اتوار په ورځ د او آئي سي د خارجه كونسل د 17مې غونډې خپلې وېنا كښې ده ووئيل د افغانستان پرمختګ لپاره به ټولو ته په ګډه كار كول وي، افغان بحران منطقه متاثره كولې شي، په افغانستان كښې بحران اسلامي نړۍ لپاره چېلنج دے٬ اردن د افغانستان مرستې لپاره چمتو دے، د افغانستان مرستې لپاره اقدامات ضروري دي