اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي)د قومي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معید یوسف وئيلي دي چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غیر معمولي غونډه د افغانستان سمدستي انساني او اقتصادی مرستې پلو پام راګرځولو كښې کامیابه پاتې شوه۔ د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل دا کنفرنس زمونږ د افغانانو وروڼو او خوېندو ښېګړې لپاره د پاکستان د پرله پسې عزم عكاسي ده۔ معید یوسف ووئيل مونږ د غونډې په كامیابولو د ټولو اسلامي هېوادونو ، همكار هېوادونو او نړيوالو ادارو مندوبینو مننه كوو۔ ده په كامياب کنفرنس کولو د خارجه وزير شاہ محمود قریشی او خارجه وزارت ټولې ډلې له مباركي هم وركړه