د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ مضبوطې اړيكې قائم دي كومې چې په شريكه عقيده ٬كلتور٬روايات ٬ احترام او په خيرسګالۍ اډانه دي۔اسد قيصر

image
APP71-221221 ISLAMABAD: December 22 – Chairman of Shura Council of the Kingdom of Saudi Arabia Dr Abdulla Bin Mohammed Al-Sheikh called on Speaker National Assembly Asad Qaiser. APP

اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ مضبوطې اړيكې قائم دي كومې چې په شريكه عقيده ٬كلتور٬روايات٬ احترام او په خيرسګالۍ اډانه دي۔ده ووئيل د پاكستان اولس او حكومت د خادمين حرمين شريفين او د سعودي مشرتابه سره د احترام او مينې رشته لري۔ده د دوه وروڼو هېوادونو ترمينځه د سماجي او اقتصادي څانګو مرسته لا زياتولو لپاره د دوه اړخيزه ورورولۍ اړيكو ته د لا استحكام وركولو له د خوښۍ څرګندونه وكړه۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان په دوره راغلې د سعودي عرب شوری كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد الشېخ په مشرۍ كښې د يو پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔سپيكر اسد قيصر ووئيل سعودي عرب تل په منطقه كښې د امن لپاره مثبت كردار ادا كړے۔په افغانستان كښې د زيات شوي بشري بحران ذكر كولو سره سپيكر اسد قيصر ووئيل دا د نړيوالې ورورولۍ د سمدستي پام متقاضي دے۔د افغان اولس موجوده وضعې ذكر كولو سره سپيكر ووئيل هغوي د خوراك څښاك څيزونو٬داروګانو٬جامو او د ايندهن سخت كمي سره مخ دي۔ده ووئيل په دې لړ كښې د سعودي عرب كردار د اهميت وړ دے۔ده ووئيل پاكستان يو پرامن او مستحكم او خپلواكه افغانستان له خوښي لري او د سعودي ملاتړ سره به افغانستان د دې بحران څخه ويستلو له مرسته ترلاسه شي۔ده په افغانستان كښې د زيات شوي بشري بحران مخ نيوي لپاره د سعودي عرب متحرك كردار او تېره اونۍ اسلام آباد كښې د شوي اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)خارجه وزيرانو د كونسل غېر معمولي غونډه كښې د افغانستان د زړه د اخلاصه د مرستې اعلان هم ستائېلے۔سپيكر ووئيل سعودي عرب د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې د يو شراكت دار كردار ادا كړے او په هر سخت وخت كښې د پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ پاير دے۔ده د سعودي حكومت لخوا د پاكستان لپاره اوسنے اقتصادي پېكج هم وستائېلو۔دغسې د سعودي شورېٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد الشېخ د شوری كونسل پلاوي په تود هركلي د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان اسلامي نړۍ ته رامخې ته شوو مسئلو كښې تل د ټولو وړاندې او ذمه وار كردار ترسره كړے۔ده د پاكستان حكومت ته د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په غېر معمولي غونډه كولو مباركي وركولو سره دا باور څرګند كړو چې په غونډه كښې شوې پريكړې به په افغانستان كښې په بشري بحران قابو موندلو له مهم پېشرفت ثابت شي۔ده د دې عزم هم پخلے وكړو چې سعودي عرب به سيمه ايز استحكام په خاص توګه د افغانستان غېر مستحكم صورتحال تر مخه د پاكستان د هڅو ملاتړ روان ساتي۔چيئرمېن ووئيل د دواړو هېوادونو پارليمانونو له په دې لړ كښې خپل كردار ادا كول پكار دي۔ده د او آئي سي د پارليماني يونين له مخې د افغانستان او كشمير په اړه د كنفرنس كولو تجويز هه وركړو او د سعودي عرب په اقتصادي پرمختګ كښې د پاكستانيانو كردار وستائېلو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں