چپ مينوفيچکرنګ لپاره د پوهنتون زده كوٶنكو له به خپل صلاحيتونه كارول وي، زده كوٶنكو ته جديد او تكنيكي تعليم وركولو سره هېواد مخ په وړاندې تللے شي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د “مائيکرويو، اينټيناز اينډ سرکټس” په اړه وړومبي نړيوال كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د پاكستان په پوهنتونونو كښې د تعليم معيار جديد كولو ته اړتيا ده، چپ مينوفيچکرنګ لپاره د پوهنتون زده كوٶنكو له به خپل صلاحيتونه كارول وي، د ټيکنالوجۍ په مېدان كښې به جديد ټېكنالوجي ترلاسه كولو لپاره پاكستان له راوراندې كېدل وي، زده كوٶنكو ته جديد او تكنيكي تعليم وركولو سره هېواد مخ په وړاندې تللے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د نېشنل يونېورسټي آف سائنس اېنډ ټيکنالوجي (نسټ) كښې د “مائيکرويو، اينټيناز اينډ سرکټس” په اړه وړومبي نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په كنفرنس كښې د نسټ رېكټر لېفټيننټ جنرل (ر) جاوېد محمود بخاري، ډاکټر حماد چيمه، د فيکلټۍ غړو، د بېلا بېلو هېوادونو سائنس مدارو او د پوهانو نه علاوه زده كوٶنكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ صدر ووئيل نړۍ په تندۍ سره پرمختګ كوي، مونږ له به جديد ټيكنالوجي ترلاسه كولو سره نړۍ سره يو برابر تلل وي،په پاکستان كښې د چپ په ډيزائننګ كار روان دے، د دې مينوفيچکرنګ ته به هم پام كول وي۔ ده ووئيل د چپ ډيزائننګ او د دې جوړول د هېواد امنيت لپاره د اهميت وړ ده، د سائبر جنګونو مقابلې لپاره به دفاعي نظام قوي كول وي٬ ده ووئېل پوهنتونونو كښې د ماركيټ ضرورتونو له مخې تعليم وركولو ته اړتيا ده ٬ ډاکټر عارف علوي ووئيل زمونږ پوهنتونونه چې څه ښائي د ھغې په ماركيټ كښې كهپت كم دے٬ د هېواد زياتره كسان ځوانان دي، زده كوٶنكو ته جديد او تكنيكي تعليم وركولو سره هېواد مخ تللے شي۔ ده ووئيل پاکستان د آبادۍ په لحاظ د نړۍ پنځم لوي هېواد دے كوم چې راتلونكي كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ په مېدان كښې ځانګړې کاميابۍ ترلاسه كولې شي۔ صدر مملکت ووئيل ليډر شپ داسې پكار دے چې د سباٶن سوچ وكړي٬ په ماضي كښې په دې مېدان كښې زمونږ هېواد ډېر ورسته پاتې شوے ٶ خو اوس به د جديد ټېكنالوجۍ لپاره راوړاندې كېدل وي ۔ کنفرنس ته د نسټ رېكټر ليفټيننټ جنرل (ر) جاوېد محمود بخاري هم وېنا وكړه او په نړيوال كنفرنس كښې په ګډون كولو ئې د صدر ډاکټر عارف علوي مننه وكړه ۔ په دې موقع صدر مملکت په ځانګړې كاركردګۍ د هېواد او غېر ملكي پوهانو ته سندونه هم وركړل ۔ نسټ د دې كنفرنس تابيا د نيشنل انسي ټيوټ آف الېکټرانکس په اشتراك سره كړې وه

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں