اسلام آباد 29 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره پاکستان كښې د يونان موده ترسره كوٶنكي سفير آ ندرياس پا پاستاورو د شورو په ورځ د مخه ښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل پاكستان يونان د دوه اړخيزه او د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې يو اهم هېواد ګڼي۔ ده ووئيل په يونان كښې مېشته درېش زره پاكستانۍ ټولنه د يونان په معاشي پرمختګ كښې خپل په زره پورې كردار لوبوي۔ خارجه وزير د کورونا وائرس بندېزونو په مهال 600 پاكستانيانو له يونان ته په ستنېدو كښې په سهولت وركولو د سفير د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ خارجه وزير د پاکستان او يونان ترمېنځه تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرسته زياتولو لپاره د پلاويو د تګ راتګ په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د كلتور٬ تعليم او سېلګرۍ په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو بلها موقعې موجود دي۔ خارجه وزير موده ترسره كوٶنكي سفير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ د يونان سفير آندرياس پاپاستاورو په توصيفي کلمات او د نېكو هيلو په څرګندونه د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه