حکومت په اقتصادي سفارت کارۍ ، سيمه ايزو رابطو ته په وده وركولو او په منطقه كښې د امن په څير مهمو ترجيحاتو عمل كوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې حکومت په اقتصادي سفارت کارۍ ، سيمه ايزو رابطو ته په وده وركولو او په منطقه كښې د امن په څير مهمو ترجيحاتو عمل كوي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز بورډ آف ګورنرز د غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په دې موقع خارجه سېكتر سهېل محمود٬ پخوانې خارجه سېكتر جليل عباس جېلاني٬ د پبلك پاليسۍ اېډيشنل سېكتر ډاكټر اسرار حسېن٬ د نړيوالو چارو پوهانو ډاکټر رفعت حسېن او ډاکټر صائمه ملك پشمول نورو غړو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د يادونې وړ ده چې وزير خارجه د بورډ آف ګورنرز چيئرمېن هم دې۔ د انسټيټيوټ آف ريجنل سټډيز صدر ايمبيسډر نديم رياض د انسټيټيوټ په تاريخي پس منظر او د كاركردګۍ پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير د انسټيټيوټ آف ريجنل سټډيز د کارکردګۍ ستائنه كولو سره د دې د له ښه كولو په اړتيا زور رواړو او په بورډ كښې شامل نوې غړو له ئې مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں