وزيراعظم عمران خان د اولس د ګټې له مخې د پېټرول او ډيزل په بيع كښې د اضافې سمري مسترد كړه

image

اسلام آباد31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اولس د ګټې له مخې د پېټرول او ډيزل په بيع كښې د اضافې سمري مسترد كړې ده ۔ اوګرا پیټرول 11 روپۍ او ډيزل 14 روپۍ ليټر كښې د زياتوالي سمري رالېږلې وه۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې د ګرانۍ په سبب د تېلو بيعې زياتېږي خو د پاكستان اولس د دې ګرانۍ څخه بچ كولو لپاره حكومت هر ممكنه هڅې كوي٬ ځكه وزيراعظم دا سمري ځنډولې۔ دا مهال حكومت د دې زياتې شوې بيعې بوجه پخپله پورته كړې او اولس د اضافې بوجه څخه بچ كولو لپاره هڅې كوو

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں