اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) پاكستان او تركيه د تجارت٬سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې لا زياتولو ته صلاح شوي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د پاكستان او تركيه ترمينځه دوه اړخيزه سياسي مشاروت د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې شوے ۔د پاكستان پلاوي مشري خارجه سېكرټري سهيل محمود او د تركيې پلاوي مشري نائب خارجه وزير سدات اونال كوله۔په دې موقع خارجه سېكرتري ووئيل پاكستان او تركيه خپلو كښې د ورورولۍ مثالي اړيكې لري كومې چې په شريك باور٬د نظريات په يو والي او دوه اړخيزه سيمه ايزه او نړيواله كچه نزدې مرسته اډانه دي۔د مشاورت په مهال ډلو د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو سره سره د تجارت٬سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې لا مستحكم كولو د موقعو جاج واخست۔د افغانستان صورتحال سره سره په سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه سېكرتري د انساني همدردۍ په بنياد مرسته او د افغانستان معيشت مستحكمولو له د اقدمات په حاجت زور راوړولو سره ووئيل د افغانستان منجمد اثاثو بحالۍ سره به د افغانانو لپاره د اوږدې مودې كوټلي پرمختګ ته وده ترلاسه شي۔خارجه سېكرتري د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان به افغانستان له په انساني بنيادونو مرسته وركوي۔ده ووئيل د افغانستان سره كوټلې رابطې د يو امن ناك او مستحكم افغانستان شريكو مقصدونو مخ په وړاندې بوتللو لپاره ضروري دي ۔خارجه سېكرتري د تركيې پلاوي له په جمو كشمير كښې د بشري حقونو په پرله پسې خلاف ورزو بريفنګ وركړو اود جمو كشمير په شخړه يې په اصولي حمايت د تركيې مننه وكړه