وزیر عمران خان به د چین د مشرتابه په ځانګړې بلنه د اولمپك ګېمز پرانستې دستوره كښې ګډون لپاره د روانې مياشتې 3 م نېټې نه تر 6مې نېټې د چين دوره كوي

image

اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان به د چين د مشرتابه په ځانګړې بلنه د اولمپك ګېمز پرانستې دستوره كښې ګډون كولو له د روانې فرورۍ مياشتې 3 مې نېټې څخه تر 6 مې نېټې د چين دوره كوي۔ د کابینې غړو او اعلی سركاري چارواكو په شمول د لوړې كچې يو پلاوې به هم وزيراعظم سره وي۔ د خارجه دفتر وياند لمخې د دې درې ورځنۍ دورې په مهال به وزيراعظم عمران خان صدر شي جن پنګ او خپل چينائي همڅنګ لي چيانګ سره ملاقات كوي۔ پاكستاني او چينائي لارښود به د ملاقاتونو په مهال د سي پېك پېك په شمول د اقتصادي مرستې او دوه اړخيزه اړيكو بېلو اړخونو جاج اخلي٬ دوئي به په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزیر اعظم به بیجنګ كښې د چين نوموړې كاروباري لارښودو ٬ تھنک ټېنکس او د تعليمي ادارو او ميډيا نمائندګانو سره هم ملاقات كوي۔ د يو نړيوال ايونټ په توګه ونټر اولمپك ګېمز د نړۍ د خلقو ترمينځه تفاهم ٬ شموليت او ملګرتيا ته وده وركولو كښې مهم كردار لري۔ بیجنګ به ډېر زر د اولمپك ګېمز د ګرمۍ او يخنۍ دواړو اېډيشنز كوربتوب كوؤنكې اولنې ښار جوړ شي۔ دا خبره د ستائنې وړ ده چې د چين حكومت د كووډ 19 باوجود د دې ګېمز كولو له غوره انتظامات كړې دي۔ د وزيراعظم دا دوره به د پاكستان او چين ترمينځه همكارۍ ته لا وده وركړي او دې سره به بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا قوي شي۔ د دورې په مهال به يو شمېر اېم او يوز او لوظنامې لاس ليك شي۔

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں