اسلام آباد02 فروري (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي حكومت سرمايه كارۍ او د كاروبار ودې لپاره تاريخي اقدامات كړي٬صنعتكار او كاروباري كسان دې عامو وګړو له رېليف وركولو لپاره د حكومت سره په ګډه كار وكړي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان سره د نوموړو سوداګرو او صنعت كارو پلاوي د شورو په ورځ ملاقات كړے۔په دې حكومت او صنعت كار د مياشتنيز اجرت زياتولو ته صلاح شوي او د صنعتونو ودې لپاره د اوږدې مودې پالېسو په تسلسل زور راوړلے شوے۔وزيراعظم ووئيل حكومت په نړيواله منډۍ كښې د ګرانۍ او دې په وجه په اولس د بوج احساس لري۔عام وګړي د ګرانۍ اثرات څخه ساتلو لپاره اقدامات كوو۔صنعت كار او كاروباري كسان دې عامو وګړو ته آسانيو وركولو لپاره حكومت سره په ګډه كار وكړي۔د پاكستان تحريك انصاف په اقتدار كښې د راتللو سره د ګوند په منشور كښې آئي ټي او د ټېكسټائل برآمدات پالېسي شامل وه٬د كومو نتيجې چې رامخې ته كېږي٬وزيراعظم ووئيل د كاروبار دوست پالېسيو په وجه د هېواد لسو لويو كمپنو تېر كال 929 اربه روپۍ ګټلي٬حكومت د سرمايه كارۍ او كاروبار ودې لپاره تاريخي اقدامات كړي كوم چې د دې څخه وړاندې بل حكومت نه دي كړي ۔ده ووئيل د ټريكټرز برآمدات كښې لس فيصده اضافه شوې۔په دې كښې 90 فيصده پارټس په ځائي توګه جوړېږي٬ آئي ټي او ټېكسټائل سره سره دفاعي پېداوار او د انجينئرنګ څانګو ته پام لرنه كېږي٬په دې موقع د پوځ سرلښكر ووئيل دفاعي پېداوار څانګه كښې پراخا موقعې شته۔د كومو څخه چې ګټه پورته كېدې شي۔د هېواد پرمختګ په خاطر حكومتي پالېسيو باندې عملدرآمد له مونږ ملګرتيا كړې۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل حكومت د صنعتونو ودې او برآمدات زياتولو لپاره د اوږدې مودې په پالېسۍ عملدرآمد كوي۔وزيراعظم ووئيل حكومت د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار ودې ته پام لرنه كوي٬دې سره به مينځنۍ طبقې او د غريبانانو معاشي حالت ښه شي۔په ملاقات كښې نامتو صنعت كارو ثاقب شيرازي(هونډا اټلس)٬علي اصغر جمالي(انډس موټرز)٬غياث الدين خان(اينګرو)٬ سكندر مصطفٰی(ملت ټريكټر)٬ حامد زمان(سيفام)شاهد عبداللہ (سیفائر), خرم مختار (پاکستان ټیکسټائل ایکسپورټرز ایسوسی ایشن)، زاهد بشیر (ګل احمد)، اعظم فاروق (چراټ سیمنټ), خلیل ستار (کے اینډ انز)، عبد الرحیم او ګوهر اعجاز(اپټما) شامل وو۔وفاقی وزيران شوکت ترین، اسد عمر، حماد اظهر، مخدوم خسرو بختیار، چوهدری فواد حسین، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق دائود،د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه، وزیر مملکت فرخ حبیب، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او سينئر افسران هم په دې مهال موجود وو۔