لاهور 03 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان سباؤن روښانه دے٬د قام تعمير لپاره به د ټولنې ټولو وګړو له كردار ترسره كول وي٬په نړۍ كښې د موجودو ناروغيو معالج پاكستان دے٬د هند موجوده حالاتو د نظريه پاكستان يا د دوه قامي نظريې حقانيت ثابت كړے٬د اطمينان خبره دا ده چې د پاكستان د منزل بيا تعين شوے٬مونږ له به خپل نن پېژندل وي او د سبا چمتوالے به نيول وي۔په پاكستان هائبرډ وار مسلط دے او د دې ټارګټ انساني ذهنونه دي٬نن نړۍ په تندۍ سره بدلېږي او مونږ له به هم د دغه رفتار سره مخ په وړاندې تلل وي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان كاركنان تحريك پاكستان لاهور كښې د تحريك پاكستان د كاركنانو د خذمات اعتراف لپاره 28مې كلنې عطائے ګولډ مېډل دستورې ته خطاب كښې وكړه۔د دستورې اهتمام تحريك پاكستان وركرز ټرسټ د نظريه پاكستان ټرسټ په اشتراك سره كړے ؤ ۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل دا زما خوش قسمتي ده چې ما د تحريك پاكستان كاركنانو د خذمت په اعتراف كښې هغوي له يا د هغوي بچو له ګولډ مېډل وركړل٬نن مونږ د هغه كاركنانو د هلو ځلو په سوب په آزادۍ سره ژوند كوو ٬ ده ووئېل د نظريه پاكستان ټرسټ او تحريك پاكستان وركرز ټرسټ هلې ځلې د ستائنې وړ دي٬ تاسو هر كال دا دستوره كوي او دا ياد راتازه كوي چې پاكستان يو لويېنعمت دے بايد مونږ د دې قدر وكړو۔ده ووئيل د تحريك پاكستان كاركنان او دا اداره زمونږ تاريخ مخ په وړاندې بوځي٬بايد مونږ خپل تاريخ محفوظ اوساتو٬پاكستان به ډېر زر په نړۍ كښې يو ښه مقام ترلاسه كړي او د هغې آثار په نظر راتلل پېل شوي۔ده ووئيل د كشمير مسئله دې وكتلې شي ټوله نړۍ په دې غلې ده٬د علامه اقبال فكر او قائداعظم په سياسي هلو ځلو دا هېواد جوړ شوے٬په نړۍ كښې د موجوده ناروغيو معالج پاكستان دے۔په دستوره كښې چې كومو كارمندانو له ګولډ مېډل وركړے شوي په هغې كښې میر خلیل الرحمن’ پروفیسر ډاكټر منیر الدین چغتائي’ ارشاد احمد حقانی’ ملک غلام قادر’ هدایت اللہ صوفی’ چوهدری محمد اویس’ سید محمد وجیهه السیما عرفانی’ حضرت خواجه محمد یار فریدی’ ډاكټر فرید الدین قادری’ سید نادر علی شاہ ګېلاني ‘ عبدالغفور جانباز’ میاں محمد یوسف’ مرزا شجاع الدین بیګ ‘ مرزا شجاع الدین بیګ’ مولانا ظهور احمد بګوی’ سید قاسم محمود ‘ محمد عثمان بټ’ محمد الیاس لودھي ‘ شیخ محمد اقبال’ شیخ فضل الدین ‘ الحاج ملک محمد انور خاں ‘ میاں عبدالوهاب’ چوھدری غلام حسین تھاړیه’ مولانا محمداعظم حنفی’ سید خالد حسین شاہ’ ضمیر احمد قریشی ‘ پیر سید بشیر احمد خورشید سوھدروی’ ډاكټر احمد یار خان قیصرانی’ ډاكټر احمد یار خان قیصرانی’ فتح محمد خان’ رانا عبدالشکور خان ‘ ملک غلام احمد ‘ حمید اللہ خان’ نذیر اللہ خان’ سید جنید شاہ ‘ کاچو امیر بیګ’ صوبیدار سیف اللہ ‘ لال سیف اللہ جان ‘ مولانا نور شاہ دین’ قاضی صاحب نظام’ سالار رحمت الدین ‘ ګلستان محمد خان ‘ مولانا صاحب الزمان’ سید جلال شاہ’ اوصوفی منظور احمد صابري شامل وو