د پاکستان او چين ترمينځه د صنعتي مرستې فرېم ورك لوظنامه كښې به د خصوصي اقتصادي زونز پرمختګ او بزنس ټو بزنس شريكو پروژو ته خاص پاملرنه كېږي۔ د سرمايه کارغ بورډ وزير مملکت محمد اظفر احسن

image

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وزير مملکت محمد اظفر احسن وئيلي دي چې پاکستان او چين د جمعې په ورځ د سي پيك لاندې د صنعتي مرستې (آئي سي) فرېم ورك په لوظنامه لاس ليك كړې دې۔ د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د صنعتي مرستې فرېم ورك لوظنامه كښې به د خصوصي اقتصادي زونز پرمختګ او بزنس ټو بزنس شريكو پروژو بنيادي عناصرو ته پام لرنه كېږي۔ د سي پيك لاندې د صنعتي مرستې فرېم ورك په لوظنامه د سرمايه کارۍ بورډ او چين ډلو ترمينځه ورچوئل لاس ليك شوې او وزير اعظم عمران خان هم په غونډه كښې په ورچوئل توګه موجود ؤ۔ ده ووئيل په دې موقعه د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين،وفاقي وزير اسدعمر،وفاقي وزير شاه محمود قرېشي ٬ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د وزيراعظم د سي پيك چارو خاص مرستيال خالد منصور هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں