اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د کشميري اولس د خپلواكۍ ناقابل تنسيخ حق لپاره سپېځلو هلو ځلو له د پاكستان لخوا د غېر متزلزل ملاتړ پخلي كولو سره وئيلي دي په منطقه كښې تل پاتې امن٬ سلامتيا او د پرمختګ انحصار د جمو و كشمير شخړې په سوله ايز هواري كښې پروت دے ، هند دې د ملګرو ملتونو په اهتمام كښې كشميريانو ته د خپلواكه او بې پرې استصواب رائے كارولو حق وركړي، نړيواله ورورولي دې په لويو جرائمو د هند محاسبه وكړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو و كسمير د شخړې سوله ايز هواري له دې اقدامات وكړي۔ د كشمير يووالي ورځ په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل نن د پاكستان اولس د کشميري اولس د خپلواكۍ د ناقابل تنسيخ حق لپاره سپېځلو هلو ځلو له خپل نه كزوري كېدونكې ملاتړ پخلي كولو لپاره د كشمير يوالي ورځ لمانځلي، د هند غېر قانوني د تسلط لاندې جمو و كشمير نړيواله شخړه ده كومه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د حل كېدو متقاضي ده٬ ده ووئيل د هند د پنځم اګست كال 2019 غېر قانوني او د يو اړخيزه اقداماتو نه پس د هند په غېر قانوني تسلط جمو و کشمير كښې د بشري حقونو صورتحال مسلسل خرابېږي٬ غېر انساني پوځي محاصره كومه چې د دوه نيمو كالو نه روانه ده په نتيجه كښې د سلګونو په شمېر كشميريان شهيدان شوي۔ وزيراعظم ووئيل د هند قابض ځواكونه په كشميريانو٬ مېرمنو٬ كوچنيانو او سپين ګيرود طاقت د لارې تشدد كوي٬ د كشميريانو ځوانانو په نخښه كولو لپاره بې دريغه كمپائن روان دے٬ د پېلټ ګنز كارول٬ او آبادۍ په اجتماعي توګه د سزاواره ګرځولو پشمول د لارو كوڅو ويجاړول٬ د هندي ځواكونو لخوا د قتل عام نه ختمېدونكې چپه ٬ كشميريانو او د بشري حقونو د محافظانو نيول او د شهيدانو مړي خپلوانو ته د نه سپارلو په اړه ګردې نړۍ لپاره دا د تشويش معامله ده۔ ده ووئيل هند د كشميريانو عزم د متزلزل كولو او د دوي جائز حق د پښو لاندې كولو لپاره بدترينه رياستي ترهګري كوي٬ ټوله هندي رياستي مشينري د انسانيت په ناقابل بيان جرائمو كښې ككړه ده۔ د نهه لكه نه زيات هندي عسكر په غېر قانوني توګه آبادياتي بدلون راوستلو او كشميريان په معاشي توګه كمزوري كولو له د دوي ځانګړے شناخت او كلتور ختموي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل هند د خپلو ناكردو د لارې ټوله منطقه عدم استحكام سره مخ كړې ٬ پاکستان او کشميري اولس د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات بېخي مسترد كړي۔ ده ووئيل د منطقې تل پاتې امن٬ سلامتيا او د پرمختګ انحصار د جمو و كشمير شخړې په سوله ايز هواري كښې دے ٬ دا ضروري ده چې هند د ملګرو ملتونو په اهتمام كښې كشميريانو ته خپلواكه او غير جانبداره د استصواب رائے استعمال حق وركړي۔ وزيراعظم ووئيل د ” کشمير سفير” په حېث زه يو ځل بيا باور دركوم چې پاكستان به د خپلو كشميريانزو وروڼو خوېندو هر ډول ممكنه ملاتړ روان ساتي٬ نړيوالې ورورولۍ سره دا وخت دے چې ھغوي د هند په غېر قانوني تسلط جمو و کشمير كښې په لويو جرائمو د هند محاسبه وكړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمير د شخړې سپېځلے او سوله ايز حل له اقدامات وكړي