فېصل آباد 06 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې حکومت اولس ته د ټولو ممكنه سهولتونو وركولو لپاره هڅې كوي، د غېر سرکاري ادارو لخوا مستحق كسانو ته د سود نه غېر قرضې وركول خوشبينه دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ الفتح سپورټس کمپليکس فېصل آباد كښې د زاد راه فاؤنډېشن ترسېوري لاندې د قرض حسنه وركولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل اګرچه حكومت د وګړو د ژوند معيار جګولو لپاره ټول وسائل كاروي خو هېواد تر ھغه وخت خوشحال ، فلاحي، اسلامي، اولسي رياست نشي جوړېدې تر څو چې غېر سركاري ادارې، اېن جي اوز او شتمند كسان هم خپل كردار ونه لوبوي۔ په دې موقع د تنظيم مشر حاجي احسان الٰهي، چيئرمېن عارف احسان، عمومي سېكتر جاوېد نور او نور عهددېدار هم موجود وو